کورپاڼه / روغتيا / آیا د ویټامین کی له ګټو خبر یئ؟

آیا د ویټامین کی له ګټو خبر یئ؟

د کورونا د نړیوال ویروس څخه مو یوه خبره زده کړه او هغه دا چې موږ باید له مخکې څخه ډېر د خپلې روغتیا خیال وساتو. یعنې په دې دوران کې د خپلې روغتیا په ارزښت وپوهېدو. اوسمهال وګورئ چې د ټولې نړۍ خلک د صحت مند ژوند په لټه کې دي او دا هڅه کوي، ترڅو صحت منده واوسي، ښه او مناسب خوراک وکړي او د خپلې روغتیا ساتونکي وي.

که چېرته تاسې هم غواړئ چې یو ښه او صحت مند ژوند وکړئ، نو اړینه ده چې پخپلو خوراکي توکو کې هغه شیان شامل کړئ، چې په جوړښت کې یې په مناسبه اندازه ویټامینونه او معدني توکي شتون ولري.

نن ورځ د ویټامین کی په اړه غږېږو، ویټامین کی یو له هغه ویټامینو څخه دي، چې په خوراکي توکو کې یې شاملول د انسان په ټول بدن اغېزمن تمامېږي او ګټه ورته رسوي. ویل کېږي موږ کولی شو چې په ډېره اندازه ویټامین کی له پالکو، شنې پاڼې لرونکي سبزیجات او د کیوي څخه لاسته راوړو، نو راځئ چې ګټه یې هم دلته ولولو او ترې خبر شو.

  • د ویټامین کی لرونکي خوړو په استعمال سره زموږ هډوکو ته ښه والی وربخښي او د زړه او ټول بدن روغتیا ښه کوي.

  • ویټامین کی د انسان د هډوکو روغتیا په اعتدال کې ساتي او په خوراکي توکو کې د ویټامین کی شتون د هډوکو له ماتېدو او د هډوکو د نورو ستونزو مخه نیسي.

  • ویټامین کی په وینه کې موجود کلسیم په برابره توګه ساتي.

  • د ویټامین کی په استعمال سره په بدن کې د وینې دوران ښه والی مومي او په نري رګونو کې د کلیسټرولو د راټولېدو مخه نیسي.

  • ویټامین کی د زړه د ناروغیو، سرطان او د هېرېدلو د ناروغۍ مخنیوی کوي.

  • ویټامین کی د زخمونو په ژر ښه کولو کې مرستندویه تمامېږي او دې ته ورته نورې ګټې هم لري.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …