کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: وچې مېوې مو له هېرولو (نسیان) د ناروغۍ څخه ژغوري

څېړنه: وچې مېوې مو له هېرولو (نسیان) د ناروغۍ څخه ژغوري

ډېری لویان او سپین ږیري دا خبره کوي چې وچې مېوې پخپلو خوراکي توکو کې شاملې کړئ، ځکه چې وچې مېوې د دماغي روغتیا لپاره ګټورې وي او متحرکې یې ساتي، خو اوسمهال بیا دغه دعوه د یوې څېړنې له مخې د تایید وړ ګرځېدلې.

د څېړنې له مخې ویل کېږي که چېرته یو څوک په ټول ژوند کې وچې مېوې ونه خوري او بیا پخپل منځني عمر کې یې د خپلو خوراکي توکو برخه وګرځوي، نو په زړښت کې یې د نسیان یا هېرولو (هغه ناروغي ده چې پرمهال یې د انسان حافظه کار پرېږدي) د ناروغۍ د پېښېدو خطر کمېږي.

ویل کېږي چې دغه څېړنه د سینګاپور د نیشنل پوهنتون د ساینسپوهانو لخوا په اوولس زرو کسانو له ۱۹۹۳ کال تر ۲۰۱۶ کاله پورې ترسره کړې، ترڅو له مخې یې څرګنده کړي، چې د څېړل شوو کسانو خوراکي عادت د دوی په دماغي روغتیا څومره اغېزې ښېندلی شي.

له څېړنې څخه وروسته معلومه شوه، هغه کسان چې د عمر په څلورمه لسیزه کې په اوونۍ دوه یا له دوو څخه ډېر ځلې د وچې مېوو استعمال کوي، له شپېته کلنۍ څخه وروسته یې د حافظې او دماغي فعالیتونو د خرابېدو امکانات د هغو کسانو په پرتله کم ول، چې په میاشت کې یې یو ځل له وچو مېوو څخه ګټه اخیستله. یعنې په دوی کې د هېرولو په ناروغۍ د اخته کېدو کچه په مناسبه اندازه ټیټه شوې وه.

یاده دې وي چې د هر یو شي یا توکي استعمال په مناسبه اندازې سره پکار وي، ځکه چې د یو شي یا توکي ډېر استعمال هم د روغتیا لپاره زیانمن تمامېږي. په همدې ډول که چېرته د وچو مېوو استعمال ډېر کړو، زیانمن راته تمامېږي.

دا هم ولولئ

له لوړ فشار څخه څه ډول ځان وژغورو؟ آسانه طریقه یې دلته ولولئ

په عام ډول د منځني عمر کسان د وینې له لوړ فشار سره مخ وي …