کورپاڼه / روغتيا / پلرونه هم د اولاد له پیدا کېدو سره په ژور خپګان اخته کېدلی شي

پلرونه هم د اولاد له پیدا کېدو سره په ژور خپګان اخته کېدلی شي

د اولاد پیدا کېدل د مور او پلار لپاره د ژوند له خوږو شېبو څخه ګڼل کېږي او دغه وخت ځینې ستونزې هم وي چې باید ورسره مبارزه وشي، خو ځینې بیا په ژور خپګان هم اخته کېدلی شي. هسې خو ډېر وخت دا ویل کېږي چې د اولاد له پیدایښت څخه وروسته د میندو د ژور خپګان امکان ډېر امکان وي، خو که چېرته وکتل شي نو پلار هم په دې ناروغۍ اخته کېدلی شي.

د سویډن د لیونډ پوهنتون د څېړنې له مخې موندل شوې چې د اولاد له پیدایښت څخه وروسته په پلرونو کې د ژور خپګان پیدا کېدل ډېر عام وي، چې سبب د ژوند له ملګري سره د اړیکې د نه ساتنې احساس په ګوته شوی. په څېړنه کې ویل شوی چې د اولاد له پیدا کېدو څخه وروسته په میندو کې د ژور خپګان د پیدا کېدو امکان له ۱۰ څخه تر ۱۲ سلنو پورې وي، خو په پلرونو کې بیا لږ تر لږه تر ۸ سلنو پورې د ژور خپګان نښې نښانې لېدل کېږي.

په څېړنه کې راغلي په هرو پنځو تنو کې یو تنه نارینه چې د لومړي ځل لپاره پلار کېږي، د ژور خپګان له ناروغۍ سره مخ کېږي. دغه راز په څېړنه کې د هغه سببونه د پېژندلو هڅه هم شوې چې له امله یې یو پلار په ژور خپګان اخته کېږي. څېړونکو موندلې چې دا ډول نارینه ډېری وخت د خپل ځان په اړه منفي نظر لري او تل د ژوند د ملګرې سره د ملګرې په اړه فکر کوي او شاید دا ستونزې په ماشومتوب د دوی د مور او پلار د تجربو په اساس وي.

څېړونکي وایي هغه کسان چې خپل ځان په منفي نظر سره ګوري، داسې ورته برېښي چې دوی نور ناهیلې کوي او یاهم ور څخه محرومېږي. دغه راز له څېړنې دا هم معلومه شوې چې د نږدې اړیکو په اړه کم باوري هم د ژور خپګان سبب کېدلی شي. څېړونکي وایې چې د باور کمېدل د والدینو ترمنځ فشار ډېروي او په پایله د ژور خپګان په ناروغۍ اخته کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

آلوبخاره ویښتان له توییدو او له وخته مخکې له سپینېدو څخه ژغوري

آلوبخاره د خپل خوند په سبب په خوراکي توکو یاهم مېوو کې د ډېرو خلکو …