کورپاڼه / روغتيا / پنځه ډوله هغه خواړه چې په دویم ځل ګرمولو سره زهرجن کېدلی شي

پنځه ډوله هغه خواړه چې په دویم ځل ګرمولو سره زهرجن کېدلی شي

ګڼ شمېر خلک ځینې خوراکي توکي د دویم ځل لپاره ګرموي او بیا یې استعمالوي، خو دوی په دې نه پوهېږي چې دغه ډول عادت د روغتیا لپاره زیانمن تمامېدلی شي. په دې نوي دور کې چې خلک د ډېرو مصروفیتونو په سبب وخت نه لري، نو خوراکي توکي له پخولو وروسته په یخچال کې کېږي او کله چې وږي شي نو په نغري یې ګرموي او له ګرمولو وروسته یې خوري. خو آیا تاسې پوهېږئ چې ځینې عمومي خوراکي توکي داسې وي چې په دویم ځل ګرمولو سره زهرجن کېږي، نو راځئ چې نن ورځ دغه توکي وپېژنو.

آلو:

آلو یو له هغه خوراکي توکو څخه دي، چې ډېر خلک یې خوښوي. د آلو په اړه ویل کېږي چې دغه خوراکي توکی ډېر ژر پخېږي او له ساتلو وروسته یې بیا ګرمولی او استعمالولی شئ، خو داسې نه ده که چېرته آلو له پخولو وروسته په یخچال کې کېښودل شي بیاهم میکروبونه پیدا کوي، چې په بیا کولو سره په (کلوستریډیم بوټولیم) میکروب سره بدلېږي او خرابوي یې. نو غوره به دا وي چې یو ځل استعمال شي او که بیا یې هم استعمالوئ نو لومړی فریز کړئ او بیا یې په یخچال کې کېږدئ.

ورېژې:

په ورېژو کې هم د آلو په څېر میکروبونه په تېزۍ سره خپرېدلی شي، چې بیا په ګرمولو سره نه ختموي. د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې ورېژې باید د پخېدو سره سمې وخوړل شي، کنه سمدستې دې یخې کړي او په یخچال کې دې وساتل شي.

هګۍ:

هګۍ د پروټین د ترلاسه کولو یوه غوره ذریعه ګڼل کېږي، خو ایشېدلې، سرې کړې یا په نورو ډولونو سره د هګیو دویم ځل ګرمول ډېر زیانمن تمامېږي. ویل کېږي چې په ډېرو پروټین لرونکو توکو کې نایټروجن هم شتون لري، چې په ګرمولو سره زهرجن کېږي او د سرطان سبب ګرځي.

د چرګ غوښه:

ویل کېږي چې د چرګ غوښه هم د هګیو په څېر پروټین لري، یعنې دویم ځل یې ګرمول له خطر څخه خالي نه وي، چې بیا د هضم سیستم ته ضرر رسوي.

غوړي:

ځینې غوړي داسې وي چې لومړی د یخ په وسیله کلکېږي، چې دویم ځلې یې ګرمول نه وي پکار. ویل کېږي چې دغه ډول غوړي اومیګا تري لرې چې د تودوخې په وړاندې حساس وي، نو ځکه خو روغتیایي کارپوهان وایي چې د دویم ځلې له ګرمولو یې ډډه وکړئ.

دا هم ولولئ

په ورځ کې څلور یا پنځه ممپلي وخورئ او د زړه له ناروغیو ځان وژغورئ

د افغانستان په ګډون ټوله نړۍ کې د زړه د ناروغۍ له امله د مړو …