کورپاڼه / بېلا بېل / څنګه کولی شو چې له سپینو جامو څخه د چایو یا قهوې داغونه لېرې کړو؟

څنګه کولی شو چې له سپینو جامو څخه د چایو یا قهوې داغونه لېرې کړو؟

له سپینو جامو څخه د داغونو پاکول یوه ستونزمنه کړنه ده، په ځانګړي ډول کله چې پر جامو قهوې داغ وچ شي، نو بیا یې وینځل ډېر ستونزمن وي. د سیدتي اخبار د یوې لیکنې له مخې ویل کېږي چې دا ډول داغونو د پاکولو لپاره سرکه او د بلیچو پوډر ګټور تمامېږي.

د داغ د وینځلو طریقه:

لومړی به د خپلو جامو ډول وګورئ چې په کوم نوعیت دي او وروسته بیا دا پرېکړه وکړئ چې څه ډول یې ووینځئ. ځینې جامې له کتان څخه جوړې شوي، چې بیا د نورو په پرتله ډېرې اوبه هم جذبوي او په همدې ډول له مالوچو څخه جوړه ټوټه په ځنډ سره وچېږي. له دې وروسته به په داغجن ځای ټشو پیپر کېږدئ او په ښه ډول به یې پرې وسولوئ، ترڅو د قهوې داغ ټشو پیپر پخپل ځان کې جذب کړي او د جامو د ساتنې لپاره به یې په بل اړخ هم لاس کېږي. دغه راز داغ لرونکی ځای به تر دریو دقیقو پورې په اوبو کې لوند کړئ او بیابه یې په ګوتو سره ښه وسولوئ، ترڅو د جامو داغ را کم شي او دغه کړنه څو ځلې تکرار کړئ.

د سپینې سرکې استعمالول:

سپینه سرکه د داغ له منځه وړلو لپاره اغېزمنه ګڼل کېږي. نو یوه کاچوغه سپینه سرکه راواخلئ او په لږه اندازه ګرمو اوبو کې یې واچوئ او د لوښو مینځلو شامپو هم ور ګډه کړئ، بیا دا محلول په داغ لرونکي ځای ووهئ او تر دریو دقیقو یې وسولوئ او بیا تر پنځلس دقیقو پورې پرېږدئ. وروسته به تر پنځو دقیقو پورې د ګوتو په مرسته داغ لرونکی ځای ښه وسولوئ او په یخو اوبو به یې د صابون په وسیله ووینځئ.

وروسته له دې به یې له نورو سپینو جامو سره یوځای په ۴۰ سانتي ګریډیټ په ماشین کې ووینځئ او له وچېدو مخکې یې ځان په پاکېدو باوري کړئ. که چېرته بیاهم داغ ختم نه شو نو کولی شئ چې له نورو کورنیو طریقو څخه کار واخلئ لکه د بلیچو یاهم د داغ ختموونکې پوډر او بیا یې په آزاده هوا کې وچ کړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

مرګ ته نږدې اشخاص څه ډول احساسات تجربه کوي؟

د ساینسپوهانو لخوا په دوامداره توګه ددې هڅه کېږي، ترڅو دوی پوه شي چې مرګ …