کورپاڼه / روغتيا / هغه حیرانوونکې قهوه چې په تېزۍ سره د بدن وزن کموي

هغه حیرانوونکې قهوه چې په تېزۍ سره د بدن وزن کموي

ویل کېږي چې د خېټې د اضافي وازدې د اوبه کولو لپاره ادرک او لېمو ډېر ګټور وي او له ډېر پخوا څخه د وزن د کمولو لپاره استعمالېږي. دغه راز ادرک د خوراکي توکو د خوند د ډېرولو سربېره د درملو حیثیت هم لري او د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي.

ادرک، لېمو او دار چیني چې له طبیعي توکو څخه ګڼل کېږي او پر روغتیا ناوړه اغېزې هم نه لري، له بازار څخه په ډېرې آسانۍ سره ترلاسه کېږي او د وزن په کمولو کې ډېر ګټور تمامېږي.

د ادرکو، دار چیني او د لېمو څخه د قهوې تیارول:

  • یوه وړه ټوټه میده ادرک به راواخلئ.

  • دوه وړې ټوټې دار چیني به راواخلئ.

  • د پیالې څلورمه برخه د لېمو اوبه به هم راواخلئ.

یوه پیاله ایشېدلې اوبه به راواخلئ او پورتني توکي به ور ګډ کړئ، بیابه پرې سر بند کړئ او نیم ساعت به پرېږدئ، وروسته له دې به یې په خالي نس د وېده کېدو څخه دمخه وڅښئ او څو ورځې ور څخه ګټه واخلئ. دغه راز که چېرته په ورځنې ډول د ورزش سره وڅښل شي نو ډېرې ښې پایلې به ولري.

د ادرک او لېمو روغتیایې ګټې:

هغه کسان چې غواړي خپل وزن کم کړي نو لېمو او ادرک ورته ګټور ګڼل کېږي، پخپل غذایي رژیم کې دې ادرک د سلاد په ډول استعمال کړي یا ترې قهوه جوړه کړې او په ورځ کې دې دوه یا درې وڅښي. ددې لپاره د ادرکو وړه ټوټه راواخلئ، ښه یې میده کړئ او بیا یې په ګرمو اوبو کې واچوئ او په ورځني ډول یې استعمال کړئ. دغه راز ادرک له خوړو څخه دمخه ژوولی هم شئ.

بله خوا د لېمو اوبه هم د روغتیا لپاره ګټورې وي او د ادرکو او لېمو څخه د سبزۍ یاهم د مېوو په شربتونو کې کار اخیستلی شئ.

د ادرکو یوه وړه ټوټه راواخلئ، میده یې کړئ او د اوبو په بوتل کې یې واچوئ، خو له داسې بوتل څخه کار واخلئ چې په یو وخت کې شپږ پیالې اوبه واخلي، بیا یو لېمو ور وزبېښئ او له اوبو څخه یې د وزن په کمولو کې ګټه واخلئ.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …