کورپاڼه / روغتيا / د پنیر خوړل مو د ځیګر له سرطان څخه ژغوري

د پنیر خوړل مو د ځیګر له سرطان څخه ژغوري

ځینې کسان د پنیر له خوراک څخه ډډه کوي او وایي چې پنیر د چاغښت سبب ګرځي، خو د یوې څېړنې له مخې د پنیر ډېرې ګټې څرګندې شوي دي. ویل کېږي چې پنیر که هغه هر ډول وي ځیګر ته ځواک ورکوي او د سرطان مخنیوی یې کوي. د پنیر په جوړښت د اسپرمیډاین مرکب د ځیګر اغېزمنې حجرې ودې ته نه پرېږي او د ځیګر د ځینې نورو ستونزو لکه د فایبروسس او هیپټوسیلولرکارسینوما مخنیوی کوي او که چېرته پورتنۍ مادې پرېښودل شي، نو د ځیګر د سرطان سبب کېدلی شي.

د امریکا د ټیکساس ایالت د ای اینډ ایم پوهنتون ساینسپوهانو د څېړنو له مخې ویل کېږي، چې دوی موږکانو ته اسپرمیډاین ور کړل، چې بیا یې په حیرانوونکې ډول په عمرونو کې ۲۵ سلنه ډېروالی راغی. نو که چېرته دغه مرکب په انسانانو کې ورته اغېزې وکړي، نو تر سلو کلونو پورې ژوند کولی شي، خو د اسپرمیډاین د درملو په جوړولو کې ډېرو څېړنو ته اړتیا لېدل کېږي.

دغه راز څېړونکې موندلې چې په منظم ډول سره د ځمکۍ غوښه خوړل، دال، کوچ او په بشپړه توګه د غلو دانو خوړل هم د ژوند د اوږدېدو سبب کېدلی شي.

روغتیایي کارپوهان ټینګار کوي چې درې شیان مو د اوږد عمر سبب کېدلی، لومړی په بدن کې د کالورۍ کمول، دویم د غوښې لږ استعمال او میتیوناین امینو اسید څخه ځان ساتنه او د ریپامایسن په څېر د درملو استعمال د حیواناتو د عمر په ډېرېدو کې مرستندویه تمامېږي. که څه هم له غوښې څخه ډډه کول او د خوراکي توکو کم استعمال عام شوی، خو ریپامایسن بیا په دفاعي سیستم فشار اچوي، نو ځکه خو په پنیر کې د اسپرمیډاین موجودیت یو غوره بدیل ګڼل کېږي. بله خوا له دې وړاندې په ډنمارک کې د یوې څېړنې له مخې ثابته شوې وه چې د غاښونو پاکوالی د ځیګر لپاره ګټور وي او له ناروغیو څخه یې ژغوري.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …