کورپاڼه / جالب / میرمن یې د خپلو تصویرونو په لېدو په خاوند شکمنه شوه او د چاقو ګوزار پرې وکړ

میرمن یې د خپلو تصویرونو په لېدو په خاوند شکمنه شوه او د چاقو ګوزار پرې وکړ

څو اوونۍ دمخه د مکسیکو د سونورا د سیمې اوسېدونکې شکمنې میرمن پخپل خاوند د چاقو یا چړې ګوزار وکړو او هغه زخمي کړو، ځکه چې هغه پخپل موبایل کې د یوې ځوانې انجلۍ رومنټیک تصویرونه .ساتلي ول

ویل کېږي چې نوموړې میرمنې خپل خاوند په عکسونو کې د یوې ځوانې، ښایسته انجلۍ سره په عشق او مینه ولید، چې بیا یې له خاوند سره جنګ شو او په هغه یې د چاقو ګوزار وکړو. کله یې چې ګاوندیان خبرېږي، نو سمدستي پولیسو ته خبر ورکوي.

ویل کېږي کله چې پولیسو ورسېږي، نو خاوند یې په زخمي حالت کې پوهوي، چې په دې تصویرونو کې ځوانه انجلۍ بل څوک نه، بلکې دی پخپله ده او دا تصویرونه یې د هغه وخت دي چې نوموړې یې ګرل فرینډ یا ملګرې وه.

ویل کېږي کله یې چې میرمنې خپل تصویرونه په غور وکتل، نو خپله تېروتنه یې ومنله، خو نا وخته شوي و او میرمن د پولیسو لخوا نېول شوې وه. راپورونه وایي چې اوسمهال په نوموړې میرمنې د قتل کولو محکمه روانه ده، خو خاوند بیا وایي چې دا هر څه د تېروتنې په سبب رامنځته شوي ول او اوس تېره شوه. خو بله خوا د مکسیکو د حکومت له لورې د کورنیو تاوتریخوالي د مخنیوي پر وړاندې سخت اقدامات ترسره کوي، چې له مخې یې ویل کېږي چې نوموړې میرمنې ته به سزا ور کړل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان کې یو شخص چې (۳۹) لمسیان یې لرل؛ پنځم واده یې هم وکړ

د پاکستان په ګوجرانواله سیمه کې د نهه دیرشو کمسیانو څښتن پنځم واده وکړ، که …