کورپاڼه / روغتيا / که د بې خوبۍ یا نا آرامۍ ستونزې لرئ، نو له دې طریقې څخه کار واخلئ

که د بې خوبۍ یا نا آرامۍ ستونزې لرئ، نو له دې طریقې څخه کار واخلئ

یوه دانه کېله راواخلئ، وایشوئ، بیا پکې لږه اندازه دار چیني واچوئ او استعمال یې کړئ. دا یوه داسې طریقه ده که چېرته یې له ګټو خبر شوئ نو هره شپه به یې استعمال کړئ.

ویل کېږي که چېرته د خوب له ستونزو سره مخ یئ او ټوله شپه د نا آرامۍ په سبب په یو اړخ او بل اړخ اوړئ، د بې خوبې له امله مو د سترګو پر شاوخوا حلقې جوړې شوي وي یاهم د ذهني فشار او د ژور خپګان په څېر له ستونزمنو ناروغیو څخه کړېږئ، نو حل یې بل چېرته نه، بلکې ستاسې په کور کې دی او په خوښۍ سره باید ووایم چې دغه طریقه ډېره آسانه هم او ګټوره هم تمامېږي.

د Healthy food star د ویب سایټ د راپور له مخې ویل کېږي، چې د ذکر شوو ټولو ستونزو د حل لپاره باید له کېلې او دار چیني څخه د تیارې شوې نسخې کار واخیستل شي. یعنې د هغه درملو د استعمال ضرورت نشته چې له ګټې یې زیانونه ډېر دي. یوازې په کور کې دغه آسانه او ساده نسخه تیاره کړې.

ددې لپاره چې دغه نسخه تیاره کړو، باید لږه اندازه د دار چیني پوډر، یوه دانه کېله او یوه پیاله اوبه راواخلو، بیا به کېله په اوبو کې وایشوو او له نغري به یې ښکته کړو، وروسته له دې به د دار چیني پوډر ور ګډ کړو او دغه تیاره شوې نسخه به له وېده کېدو څخه یو ساعت دمخه وکاروو، نو ډېر ژر به یې حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړو.

دا هم ولولئ

په منځني عمر کې د وینې لوړ فشار دماغ کمزوري کوي

استرالیایي روغتیاپالانو له دولس کاله څېړنو وروسته موندلې ده، چې له ۲۰-۲۵ کلنو کسانو کې …