کورپاڼه / خبرونه / راشد خان ١٢م توپوهونکى شو چې د افغانستان لپاره يې ١٠٠٠ منډې وکړې
راشد خان

راشد خان ١٢م توپوهونکى شو چې د افغانستان لپاره يې ١٠٠٠ منډې وکړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى نه يوازې دا چې په توپ اچونه کې خپل کمال ښکاره کوي، بلکې هغه ډېره ښه توپوهنه هم کوي او د ايرلېنډ پر وړاندې يې په دوه لوبو کې ښه توپوهنه ترسره کړه.

نوموړي په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د افغانستان لپاره ١٠٠٠ منډې پوره کړې، چې په دې توګه د افغانستان ١٢م توپوهونکى شو، چې تر زر څخه زياتې منډې ترلاسه کوي.

راشد خان دا کارنامه نن د ايرلېنډ پر وړاندې په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې وکړه، هغه ٣ شپږيزې او ٣ څلوريزې ووهلې او په ٤٠ توپونو يې ٤٨ منډې ترلاسه کړې.

راشد خان همدا راز د ايرلېنډ پر وړاندې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د ٥ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ په ٣٠ توپونو ٥٥ منډې کړې وې.

په روانو سياليو کې راشد خان دويم توپوهونکى شو، چې زر منډې يې پوره کړې، تر هغه مخکې جاوېد احمدي هم د ١٠٠٠ منډو هدف پوره کړ.

د افغانستان لپاره تراوسه پورې محمد نبي، محمد شهزاد، رحمت شاه، اصغر افغان، سميع الله شينواري، نجيب الله ځدراڼ، نور علي ځدراڼ، حشمت الله شهيدي، نوروز منګل، ګلبدين نايب، جاوېد احمدي او راشد خان هغه توپوهونکي دي چې تر ١٠٠٠ څخه يې زياتې منډې ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز خپله دویمه سویلي افریقا ته وبایلله

د تېر شل اوریز نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز په روان نړیوال جام کې …