کورپاڼه / خبرونه / افغانستان د ايرلېنډ لوبډلې ته وايټ واش ماتې ورکړه
افغانستان او ايرلېنډ

افغانستان د ايرلېنډ لوبډلې ته وايټ واش ماتې ورکړه

افغانستان په دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې هم ايرلېنډ ته د ٦٦ منډو په توپير ماتې ورکړه او په لوبلړۍ کې يې وايټ واش ماتې ورکړه، چې ٣-٠ سره يې لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

دريمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ په ابوظهبي کې ترسره شوه، چې ايرلېنډ پچه وګټله او لومړى يې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغانستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې راشد خان ٤٨، اصغر افغان ٤١، ګلبدين نايب ٣٦، محمد نبي ٣٢ او رحمان الله ګربز ٢٢ منډې وکړې.

د ايرلېنډ له لوري کرېګ ينګ او سيمي سينګ ٣-٣ ويکټې ترلاسه کړې.

د ٢٦٧ منډو هدف په تعقيب کې د ايرلېنډ لوبډلې په ٤٧.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٣٠ منډې وکړې، چې د ٦٦ منډو په توپير يې په وروستۍ لوبه کې هم ماتې وخوړه.

د دوى لپاره پال سټرلينګ ١١٨ منډې وکړې، چې د افغانستان پر وړاندې يې دا دويمه سليزه وه.

د افغانستان له لوري راشد خان ٤، مجيب الرحمان ٢، نوين الحق او محمد نبي ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه راشد خان ته ورکړل شوه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه پال سټرلينګ ترلاسه کړه، چې په ٣ لوبو کې يې ٢ سليزې وهلې وې.

افغانستان د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبلړۍ کې ٣-٠ سره بريا خپله کړه، چې دا سيالۍ د اى سي سي سوپر ليګ برخه دي او افغانستان د دې لوبلړۍ په ګټلو سره ٣٠ نومرې ترلاسه کړې.

د اى سي سي سوپر ليګ په درجه بندۍ کې افغانستان له اسټراليا، بنګله دېش او انګلستان وروسته څلورمه لوبډله شوه، چې تر پاکستان مخکې ده.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز خپله دویمه سویلي افریقا ته وبایلله

د تېر شل اوریز نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز په روان نړیوال جام کې …