کورپاڼه / جالب / له واده څخه نهه کاله وروسته یوه ښځه، نارینه ختلی

له واده څخه نهه کاله وروسته یوه ښځه، نارینه ختلی

د هندوستان څخه د رارسېدلو راپورونو له مخې ویل کېږي، چې په دې هیواد کې یوه ښځه له واده څخه نهه کاله وروسته نارینه ختلی. د هند د رسنيو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې په لویدیځ بنګال کې د یوې ښځې ژوند هغه وخت بدل شو کله چې ډاکترانو ورته د نارینتوب خبره وکړه. ویل کېږي چې دغه دیرش کلنه میرمن، چې نهه کاله یې د واده برابرېږي، د خېټې د درد له امله د نیتا جي شباش چندر روغتون ته ورغلي وه، چې وروسته له معایناتو ورته ډاکټرانو وویل، چې نوموړې ښځه نه، بلکې نارینه دی.

د ډاکترانو د وینا له مخې ویل کېږي چې نوموړې ښځه تخمدان نه لري او داخلي جوړښت یې د نارینه وو په څېر دی، خو نور ټول بدن یې بیا د ښځو په ډول سره ښکاري. دوی وایي چې دغه ښځه په ټول ژوند کې له حیض یا میاشتني مرض سره نه ده مخ شوې. دغه رازډاکترانو وایي چې نوموړې د سرطان په ناروغۍ هم اخته شوې، چې اوسمهال یې درملنه روانه ده.

ډاکټر انوپم دته وایي کله یې چې ددې پېښې په اړه نوموړې ښځې او خاوند ته یې معلومات ورکول، نو هغوی ډېر د حیرانۍ سره مخ شول، خو اوسمهال هڅه کوي ترڅو هغوی وپوهوي، چې دوی د مخکې په څېر ښځه او خاوند دي.

Loading...

دا هم ولولئ

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی+ویډیو

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی، چې په شخصي …