خپلواک وېبپاڼه (۲۰ اکتوبر ۲۰۱۹): افغان ځوانانو په چين هېواد کې د پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډله ماته او په دغه درې اړخيزه سياليو کې يې دويمه بريا هم په خپل نوم کړه.
د چين، افغانستان او پاکستان د کم عمره ځوانانو ترمنځ د درې اړخيزه سياليو په لړ کې نن افغان ځوانانو د پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې سره لوبه وکړه چې په ۳ ويکټو يې له پاکستانۍ لوبډلې لوبه وګټله.
د پاکستان ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه، چې ۱۵۶ منډې يې وکړې. د افغان ځوانانو له لوري بيا محمد اسحاق ساقي ۳، محمد صابر ځلاند ۲ او نويد احمد هم ۲ پاکستاني لوبغاړي وسوځول.
ياد هدف د افغان ځوانانو له لوري په ۱۸.۲ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره او پاکستانۍ لوبډلې ته يې په ۳ ويکټو ماته ورکړه. د افغان ځوانانو له لوري عابد محمدي ۵۱ ناسوځېدلې او عطا محمد زرمل بيا ۴۵ منډې وکړې.
د يادولو ده چې پرون ورځ افغان ځوانانو د چين هېواد ملي لوبډلې سره لوبه ترسره کړې وه، چې چين په ۱۹.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۶۲ منډې کړې وې، چې دغه منډې افغان لوبډلې پرته د کوم لوبغاړي په سوځېدو پوره او په ۱۰ ويکټو يې بريا خپله کړې وه.
په دغه لوبه کې د افغان ځوانانو له لوري نويد احمد۴ او عزيز توتاخېل ۳ لوبغاړي سوځولي و. همدا راز په توپوهنه کې عطا محمد زرمل ۴۱ او محمد صابر ۱۹ منډې کړې وې.
ياده دې وي چې د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د افغانستان، چين او پاکستان ترمنځ دغه سيالۍ چې د چين په بيجينګ ښار کې ترسره کېږي، موخه يې د ښې همغږۍ رامنځ ته کول دي.