د اى سي سي سوپر ليګ سياليو په برخه کې افغانستان، پاکستان او هند ٣-٣ لوبې ترسره کړې دي، چې افغانستان تر دواړو لوبډلو مخکې دى.
افغانستان د ايرلېنډ سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کړه، چې په درې واړه لوبو کې يې ماتې ورکړه او ٣٠ نومرې يې ترلاسه کړې.
دا سيالۍ چې د اى سي سي سوپر ليګ برخه دي، د ٢٠٢٣ کال نړيوال جام ته د لارموندنې سيالۍ هم دي، چې له هند پرته ٧ غوره لوبډلې به له دې لارې نړيوال جام ته لار پېدا کوي.
د اى سي سي سوپر ليګ کې تراوسه پورې اسټراليا ٦، بنګله دېش ٣، انګلستان ٦، افغانستان ٣، پاکستان ٣، زمبابوې ٣، ايرلېنډ ٦، هند ٣ او ويسټ انډيز هم ٣ لوبې ترسره کړې دي.
اسټراليا د ٤ لوبو ګټلو سره ٤٠ نومرې لري، چې په لومړي مقام کې ده، ورپسې بنګله دېش، انګلستان او افغانستان ٣٠-٣٠ نومرې لري، چې په دويم، دريم او څلورم مقام کې قرار لري.
تر افغانستان وروسته بيا پاکستان ٢٠، زمبابوې او ايرلېنډ ١٠-١٠ او هند ٩ نومرې لري، همدا راز ويسټ انډيز تراوسه کومه لوبه نه ده ګټلې.
نيدرلېنډز، سريلانکا، نيوزيلېنډ او سويلي افريقا بيا هغه لوبډلې دي، چې تراوسه پورې يې د اى سي سي سوپر ليګ کومه لوبه نه ده ترسره کړې.