کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د ډيويډ وارنر په لار، جالبه ويډيو
راشد خان

راشد خان د ډيويډ وارنر په لار، جالبه ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په انسټاګرام کې يوه جالبه ويډيو خپره کړې ده، چې د خلکو له لوري ډېره خوښه شوې ده.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rashid Khan (@rashid.khan19)


په دې ويډيو کې چې راشد خان پکې په بېلا بېلو بڼو کې ليدل کېږي، په اصل کې د مشهور هندي فلم (باهو بلي) کوچنۍ ويډيو ده، چې د فلم د مرکزي اداکار پراباس په څېره د راشد خان څېره لګېدلې ده.

دا ويډيو په ريپېس اېپ کې جوړه شوې ده، چې راشد خان ١١ ساعته مخکې په انسټاګرام کې خپره کړې او تراوسه پورې له ٥٢٦ زرو څخه زياتو کسانو خوښه کړې ده.

راشد خان د ويډيو سره دا هم ليکلي دي، چې فلم او اداکارۍ يې څوک دي؟ همدا راز د اسټراليا مشهور کرکټر ډيويډ وارنر يې هم مينشن کړى دى.

دا ډول ويډيوګانې په اصل کې لومړى ډيويډ وارنر پيل کړې وې، چې نوموړي په خپل انسټاګرام اکاونټ کې د ډېرو فلمونو په ويډيوګانو کې خپله څېره لګولې او په انسټاګرام کې يې خپرې کړې دي.

د نورو خلکو تر څنګ ډيويډ وارنر هم د راشد خان په دې ويډيو باندې کمنټ کړى دى او ورته يې ليکلي دي،، چې زما شناخت دې غلا کړى دى.

د يادولو وړ ده چې نن د افغانستان او ايرلېنډ لوبه هم وه، راشد خان دا ويډيو له دغه لوبې مخکې خپره کړې وه، نوموړي په نننۍ لوبه کې ٤٨ منډې وکړې او همدا راز ٤ لوبغاړي يې هم وسوځول، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …