کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د هوا ککړتیا د ړندېدو امکان ډېروي

څېړنه: د هوا ککړتیا د ړندېدو امکان ډېروي

روغتیایي کارپوهان وایي چې په هغه سیمو کې ژوند کول، چې هوا یې ډېره زیاته ککړه وي، د مالیکونو د تخریب سبب ګرځي، چې بیا په نتیجه د سترګو نظر هم له منځه وړي.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د عمر په ډېرېدو سره د مالیکولونو تخریبېدل د ړندېدو یو نوی شکل دی او په انګلیستان کې د پنځوسو څخه په ډېر عمر لرونکو کسان کې د ړندېدو بنسټېزه وجه ګڼل کېږي. دغه راز د عمر په ډېرېدو سره اړوند د ړندېدو ځینې نور سببونه هم څرګند شوي، چې عمر سربېره له ځینو جینټکي لاملونو او د سګریټ څکول هم پکې شامل دي.

دغه څېړنه چې د لندن د کالج پوهنتون د څېړونکو لخوا ترسره شوې او د پنځلس زره نهه سوه څلور پنځوسو هغه کسانو په اړه یې څېړنې وکړې، چې عمرونه یې د څلویښت او نهه شپېته کلنۍ ترمنځ ول. ویل کېږي چې د څېړنې په لومړیو کې څېړل شوو کسانو د ړندېدو اړوند کومه ستونزه نه لرله.

د څېړونکو د وینا له مخې ویل کېږي، چې دوی د څېړل شوو کسانو د عمر سره سم د دوی د مالیکولي تخریبۍ او د هوا د ککړتیا د کچې څېړنه وکړه او دا پایله یې ترلاسه کړه، چې د هوا ډېره زیاته ککړتیا اته سلنه د مالیکولي تخریب امکان ډېرولی شي.

څېړونکي وایي چې په داسې سیمو کې اوسېدل، چې هلته د هوا ککړتیا په ځانګړي توګه په هوا کې د سوځیدل شوو شیانو ذرې وي یاهم هغه ذرې موجود وي چې د سون توکو یاهم د کوم بل سبب له امله په هوا کې شتون ولري، نو د سترګو اړوند ناروغۍ رامنځته کولی شي.

یاده دې وي چې د هوا ککړتیا د تنفسي ناروغیو په ګډون ځینې ویروسي ناروغۍ هم رامنځه کوي. ددې لپاره چې له ذکر شوو ناروغیو څخه وژغورل شو، نو باید خپل چاپیریال ته پاملرنه وکړو او په پاک ساتلو کې یې هڅه وکړو.

دا هم ولولئ

په منځني عمر کې د وینې لوړ فشار دماغ کمزوري کوي

استرالیایي روغتیاپالانو له دولس کاله څېړنو وروسته موندلې ده، چې له ۲۰-۲۵ کلنو کسانو کې …