کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: مورجانې! زما تر باولینګ به زما بېټېنګ ستا ډېر خوښېده، نن مې ښه بېټېنګ وکړ، خو تاسو نه واست

راشد خان: مورجانې! زما تر باولینګ به زما بېټېنګ ستا ډېر خوښېده، نن مې ښه بېټېنګ وکړ، خو تاسو نه واست

د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي راشد خان نن د ایرلېنډ پر وړاندې ښه توپوهنه او توپ اچونه ترسره کړه، چې د غوره لوبغاړي جایزه يې هم واخیسته او دا جایزه يې مور و پلار ته ډالۍ کړه.

راشد خان د لوبې له بریا او د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کولو وروسته یو ځل بیا خپل مرحوم پلار او مور یاد کړي دي. هغه په خپله فېسبوکپاڼه کې یو پوسټ کړی دی او مور و پلار ته يې لیکلي، چې نن له لوبې وروسته ستاسې شاباسي نه وه.

راشد خان ليکي: “مور جانې او پلار جانه، رب مو د جنتونو سرداران لره. نن مې د خپل ګران افغانستان لپاره بیا ښه لوبه وکړه او بیا مو لوبه وګټله. نن له لوبې وروسته ستاسو شاباسي او افریني نه وو.”

هغه زیاته کړې: “مورجانې، زما تر باولینګ به زما بېټېنګ ستا ډېر خوښېده، نن مې ښه بېټېنګ هم وکړ، خو تاسو نه واست چې پر تلویزون مو خپل د دیدن ارماني زوی لیدلی وای او بیا مو له لوبې وروسته ورته شاباسي ویلي وای. نن مو هغه وطن ته بیا ویاړ راوړ چې ته یې په ښکلې غېږه کې په ابدي‌ خوب ویده يي.”

راشد خان مخکې لیکي: “مور جانې او پلارجانه، نن د لوبې غوره لوبغاړی شوم او خپل ایوارډ مې ستاسو په نوم کړ، ډاډ یم چې په دې کار سره به مو روح ارام او د خوشحالۍ احساس وکړي. تاسو په دنیا کې نه یاست،‌ خو زما د ژوند په هر قدم او هر پر مختګ کې ستاسو خندانه او مهربانه څېرې راته تل ځلیږي. رب مو هغه دنیا ښایسته کړه. نن مې ډېره ویادېدی.”

د یادولو وړ ده چې افغانستان نن په دریمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې هم ایرلېنډ ته ماتې ورکړه او د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ يې درې په صفر وګټله.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …