کورپاڼه / خبرونه / رحمان الله ګربز: نورې راروانې لوبې به هم ګټو
رحمان الله ګربز (3)

رحمان الله ګربز: نورې راروانې لوبې به هم ګټو

افغانستان تېره ورځ ايرلېنډ ته په ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ کې د ٣-٠ سره ماتې ورکړه او د اى سي سي سوپر ليګ په برخه کې يې خپل پيل په برياوو وکړ.

رحمان الله ګربز چې په دغه سياليو کې يو له ښو ځلېدونکو لوبغاړو څخه و، د دې بريا مبارکي ټول هېواد ته ويلې ده او د راتلونکو لوبو د ګټلو هيله يې هم څرګنده کړې ده.

نوموړي ليکلي: ((له ايرلېنډ څخه د دريمې پرلپسې لوبې او سيريز د ګټلو مبارکي ټولو هېوادوالو ته وايم. ستاسو د ملاتړ او دعاګانو څخه ډېره ډېره مننه. د سيريز ګټل زموږ لپاره ډېر مهم و، ځکه چې په دې سره موږ پوره ٣٠ نمبرې واخيستې، چې د ٢٠٢٣ نړيوال جام د ورتګ په برخه کې ډېره مرسته کوي. ان شاء الله چې نورې راروانې لوبې به هم ګټو. افغانستان زنده باد))

دا د رحمان الله ګربز لومړنۍ لوبلړۍ وه، هغه په لومړي ځل د افغانستان لپاره نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې او لومړنى افغان لوبغاړى شو چې په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې سليزه ووهله.

همدا راز ١٦م لوبغاړى شو چې په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې سليزه ووهله او دويم توپوهونکى شو چې په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې زياتې ١٢٧ منډې ترلاسه کړې او په خپله لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم واخيسته.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …