کورپاڼه / خبرونه / پاکستان د افغانستان او زمبابوې لوبو د کوربه توب وړانديز کړى
افغانستان او زمبابوې

پاکستان د افغانستان او زمبابوې لوبو د کوربه توب وړانديز کړى

افغانستان د ايرلېنډ لوبډلې ته په ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٣-٠ سره وايټ واش ماتې ورکړه او د اى سي سي سوپر ليګ کې يې په بريا پيل وکړ.

له ايرلېنډ وروسته افغانستان له زمبابوې سره د ٢ ټېسټ او ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ لري، چې د فبرورۍ او مارچ په مياشت کې ترسره کېدونکى دى.

دا سيالۍ له مخکې څخه پلان شوې دي، چې افغانستان يې کوربه توب کوي، خو تراوسه پورې د دې سياليو په اړه افغانستان په رسمي ډول اعلان نه دى کړى، چې دا سيالۍ به کله او چېرته ترسره شي.

د کورونا له امله افغانستان په هند کې د دې سياليو کوربه توب نه شي کولاى او په متحده عربي اماراتو کې ورته ګرانې پرېوځي، نو داسې ويل کېږي چې افغانستان دا سيالۍ ښايي په عمان کې ترسره کړي.

خو بل خوا ځينو پاکستاني رسنيو په خپلو راپورونو کې ويلي دي، چې د پاکستان کرکټ بورډ د افغانستان او زمبابوې کرکټ بورډونو ته وړانديز کړى دى، چې دا سيالۍ دې په پاکستان کې ترسره کړي او دوى به ورته ټول امکانات برابر کړي، چې په کمو مصارفو به يې لوبې ترسره شي.

همدا راز د مارچ په مياشت کې افغانستان له هند سره هم د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ درلوده، خو دا لړۍ ځنډېدلې ده او داسې ويل کېږي، چې ښايي څو مياشتې وروسته ترسره شي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز خپله دویمه سویلي افریقا ته وبایلله

د تېر شل اوریز نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز په روان نړیوال جام کې …