کورپاڼه / روغتيا / د فایبر لرونکو خوراکي توکو ګټې

د فایبر لرونکو خوراکي توکو ګټې

فایبر د کولمو له فاضله موادو څخه تېرېږي او په ایستلو کې اسانتیا رامنځته کوي او د قبص او اسهال ستونزه حل کوي. دغه راز فایبر لرونکي غذایي توکي مو د کولمو له سوخت، بواسیرو او د معدې له ناروغیو څخه ژغوري.

فایبر لرونکي خواړه په ځانګړي توګه له غلو دانو څخه ترلاسه شوي خوراکي توکي د شکر ناروغي له کمښت سره مخ کوي.

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د هغه خوراکي توکو استعمال چې ډېر فایبر لري، د کولوریټیکل د سرطان مخنیوی کوي، خو تر اوسه پورې په بشپړه توګه شواهد نه دي ترلاسه شوي، خو په عام ډول د معدې د سرطان په ګډون د خېټې، خولې او ورمېږ لياره بېخي ګټور وي.

کله چې د انسان له بدن څخه ځینې مواد د پوستکي په ذریعه وځي، نو د پوستکي پر مخ دانې راخېژوي، خو فایبر لرونکي خواړه د زهرجنو موادو په ایستلو کې مهم رول لوبوي او د پوستکي د ښکلا سبب هم ګرځي.

د زړه د روغتیا لپاره هم فایبر لرونکي خواړه ګټور وي. ویل کېږي چې ډېر فایبر لرونکي خواړه د خرابو کلیسټرولو سطحه ټیټوي او په همدې ډول یې د کنټرولولو هڅه کوي.

هغه خواړه چې ډېر فایبر ولري استعمال یې د میتابولیزم اړوند ستونزې نه منځته کوي او د خطر مخنیوی کوي. دغه راز فایبر لرونکي خواړه د زړه ناروغانو ته ګټور وي، لوړ فشار ټیټوي، سوخت کموي، ښه کلیسټرول برابر ساتي او د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي.

یاده دې وي چې هر هغه خواړه یا خوراکي توکي چې ډېرې اوبه لري فایبر یې په جوړښت کې شتون لرلی شي او هغه خواړه چې په غوره توګه ورځنې فایبر ترلاسه کېږي عبارت دي له مڼې، اینځرو، کیوي، آلو بخاره، دال، لوبیا، توره دانه یا سیاه دانه او داسې نور توکي. دغه راز موږ کولی شو د شاتو او لېمو څخه هم فایبر لاسته راوړو.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …