کورپاڼه / تجارتي ليګونه / هغه ٣ لوبډلې چې ښايي رحمان الله ګربز په اى پي ايل کې واخلي
رحمان الله ګربز (2)

هغه ٣ لوبډلې چې ښايي رحمان الله ګربز په اى پي ايل کې واخلي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان او چټک توپوهونکى رحمان الله ګربز، چې نړيوال کرکټ ته له راتګ سره سم يې په خپله چټکه توپوهنه د ډېرو خلکو پام ځان ته رااړولى دى، اوس يې په اى پي ايل کې د اخيستو چانسونه هم زيات شوي دي.

نوموړي د ايرلېنډ پر وړاندې لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه هم ترسره کړه چې په خپله لومړنۍ لوبه کې يې د ١٢٧ منډو توپوهنه ترسره کړه.

هغه د بنګله دېش او سريلانکا تجارتي ليګونو کې هم لوبېدلى دى او تر څنګ يې د ابوظهبي په ټي ١٠ ليګ کې هم لوبېدونکى دى.

د کرکټ يوې مشهورې وېبپاڼې کريک ټرېکر د رحمان الله ګربز په اړه يوه ليکنه کړې ده او ويلي يې دي، چې ښايي د ٢٠٢١ کال د اى پي ايل بولۍ کې درې لوبډلو کې يوه رحمان الله ګربز واخلي.

کريک ټرېکر په خپله ليکنه کې ليکي، چې رايل چېلنجرز بېنګلور، ډيلي کاپيټلز او راجستان رايلز هغه لوبډلې دي، چې خپل ځينې لوبغاړي يې د راتلونکو سياليو لپاره پرېښي دي او د هغوى پر ځاى نوي لوبغاړي اخلي، چې په دې برخه کې د رحمان الله ګربز ډېر چانس شته چې د يوې لوبډلې له لوري واخيستل شي.

دوى وايي، چې رحمان الله ګربز کولاى شي چې ښه توپوهنه او ويکټ ساتنه وکړي او يادې درې واړه لوبډلې هم د داسې ځوانو استعدادونو په لټه کې دي.

د يادولو وړ ده چې د اى پي ايل ٢٠٢١ د بولۍ مراسم د فبرورۍ په ١١مه نېټه ترسره کېږي، چې د رحمان الله ګربز په ګډون يو شمېر افغان لوبغاړي هم ورته نومليکنه کوي. سږکال مجيب الرحمان هم خپلې لوبډلې پرېښى او هغه به هم بولۍ ته وړاندې شي، همدا راز راشد خان او محمد نبي بيا د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې له ځان سره ساتلي دي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز خپله دویمه سویلي افریقا ته وبایلله

د تېر شل اوریز نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز په روان نړیوال جام کې …