کورپاڼه / تجارتي ليګونه / نور احمد لکڼوال به په ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې ونه لوبېږي
نور احمد لکڼوال

نور احمد لکڼوال به په ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې ونه لوبېږي

د افغانستان کم عمره لوبغاړى نور احمد لکڼوال چې د اسټراليا په بيګ باش تجارتي ليګ کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې لپاره لوبېده، ويل کېږي چې نوموړى بېرته هېواد ته راستنېږي او د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې به هم ونه لوبېږي.

نور احمد لکڼوال په اړه ويل کېږي، چې هغه د بيګ باش سياليو کې ټپي شوى دى، خو د نوموړي د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي، چې څنګه ټپي شوى دى.

خو د نور احمد په اړه ويل شوي دي، چې هغه بېرته هېواد ته راستنېږي او د خپلو ټپونو له امله به ونه شي کولاى چې د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې ګډون وکړي.

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ سبا د جنورۍ په ٢٨مه نېټه په ابوظهبي کې پيلېږي، چې ډېر افغان لوبغاړي هم پکې اخيستل شوي دي.

نور احمد لکڼوال چې د پاکستان سوپر ليګ کې د کراچۍ کنګز لوبډلې هم اخيستى دى، په اړه يوې سرچينې ويلي دي، چې ښايي د پاکستان سوپر ليګ لوبو ته بېرته چمتو شي او په دغه سياليو کې برخه واخلي.

د يادولو وړ ده چې نور احمد لکڼوال په ډېر کم عمر کې د خپلې ښې توپوهنې له امله د نړيوالو پام ځان ته رااړولى دى، چې په ډېرو تجارتي ليګونو کې لوبډلو اخيستى دى.

هغه په کارابين پريمئير ليګ کې هم اخيستل شوى و، خو د وېزې د ستونزې له امله يې دغه سياليو کې برخه وانخيسته او داسې هيلې کېږي، چې ښايي سږکال د اى پي ايل په بولۍ کې هم ځينې لوبډلې د هغه اخيستو ته زړه ښه کړي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز خپله دویمه سویلي افریقا ته وبایلله

د تېر شل اوریز نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز په روان نړیوال جام کې …