کورپاڼه / ليکنې / د ناشتې یا سباناري ارزښت او ګټې
healthy breakfast foods

د ناشتې یا سباناري ارزښت او ګټې

ددې لپاره چې یو ښه او صحت مند ژوند ولرو، باید خپلو خوراکي توکو ته پام وکړو او د استعمال وختونه یې په نظر کې ونیسو. یوه مشهوره مقوله ده چې د سهار ناشته د بادشاه، د غرمۍ ډوډۍ د شهزاده او د شپې ډوډۍ د فقیر په څېر وخورئ. دغه راز په عامو خلکو کې یو مشهور حدیث دی، چې سهار یې پخپله وخورئ، غرمه یې په دوست یا ملګري وخورئ او د شپې یې بیا په دښمن وخورئ.

که چېرته غواړئ چې یو ښه او صحت مند ژوند ولرئ، د سهار پیل په ښه اندازه سره وکړئ، د الله تعالی شکر ادا کړئ، لمونځ وکړئ او له لمونځ څخه وروسته په کور کې ناشته یا سباناری وکړئ.

ځینې کسان داسې وي چې په کور کې یې د سباناري یا ناشتې ښه تیاری هم شوی وي، خو دوی بیاهم په یوه پیاله چایو اکتفا کوي، خو دا خبره غلطه ده. که د ارواپوهنې له نظره ورته وګورو نو په دې کار سره ښځې خپه کېږي، ځکه دوی سهار وختي راپاڅېدلي وي، کار یې کړي او د کورنۍ د غړو لپاره یې ناشته برابره کړي وي، نو که چېرته د هغوی خوارۍ ته پام ونه شي روحاً نا آرامه کېږي او بله خبره دا چې یوازې یوې پیالې چایو څښلو ته ناشته یا سباناری نه ویل کېږي.

تاسې د ناشتې په مهال په یوه پیاله شېدو کې د شاتو په ګډولو هم ناشته کولی شئ، ځکه چې شېدې په بشپړه توګه غذا ګڼل کېږي او په جوړښت کې د کلسیم او فاسفورس شتون د هډوکو لپاره ګټور وي، چې بیا د عمر په ډېرېدو د هډوکو له ستونزو څخه خلاصون موندلی شو. دغه راز په ناشته کې له ځینو نورو توکو څخه هم استفاده کولی شو.

ځینې خلک د ناشتې پرمهال ښه تیاری کوي، خو دوی بیا د هغه شیان یا توکو له استعمال څخه ګټه اخلي، چې یوازې خوند لري او د غذایې موادو څخه خالي وي، نو هڅه وکړئ چې د ناشتې پرمهال هغه توکي استعمال کړئ، چې په ډېره اندازه غذایي توکي ولري.

بله خوا ډېری ماشومان د ناشتې پرمهال خپل میندې ځوروي، چې ددې ستونزې یواځینې حل دا کېدلی شي چې میندې یې ورته د خوښې وړ توکي ور کړي، که په لږه اندازه شېدې ورکړي هم کفایت کوي. دغه راز هغه ماشومان چې ښوونځۍ ته ځي نو ډېری وخت د ناشتې کولو څخه انکار کوي، نو مېندو ته یې پکار ده چې خوراکي توکي ورته په بکسه کېږدي، ترڅو هغوی ورځنې د تفریح پرمهال ګټه پورته کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

ولې دیرش دقیقې ورزش کول د روغتیا لپاره اړین وي؟

د ښې روغتیا لپاره هر څوک ځانګړې لارې چارې خپلوي، چې ځینې په همدې موخه …