کورپاڼه / هنر او کلتور / هیلري کلنټن د کُرد د سربازو میرمنو په همت او زړورتیا فلم جوړوي

هیلري کلنټن د کُرد د سربازو میرمنو په همت او زړورتیا فلم جوړوي

د امریکا د متحده ایالاتو د پخوانۍ خارجه وزیرې هیلري کلنټن د پروډکشن لخوا په هغه کُردیو سربازو میرمنو فلم جوړېږي، چې د سوریې د کوباني ښار یې د داعش له منګلو خلاص کړی و. یاده دې وي د هیلري کلنټن پروډکشن نوموړې او لور یې چیلسي کلنټن د ۲۰۲۰ کال په دسمبر کې پرانیستی دی.

د عرب نیوز د راپور له مخې ویل کېږي چې د هیلري کلنټن د پروډکشن شرکت چې د Hidden light productions نوم یې پرې ایښي، د یوې امریکایي لیکوالې په کتاب (د کوباني د لورګانو د بغاوت، همت او د انصاف داستان) باندې فلم جوړوي.

ویل کېږي چې د کوباني لورګانې کتاب د کُردیو میرمنو د همت او زړورتیا داستان دی، چې د امریکا د مشهورې لیکوالې ګیل لیمن لخوا لیکل شوی او هیله شته چې د فبرورۍ په شپاړسمه باندې خپور شي.

هیلري کلنټن د کتاب په اړه وایي، چې دا کتاب د هغه زړورو او همت ناکو میرمنو کیسه کوي، چې د انصاف او برابرۍ لپاره یې خپل سرونه په داو کړي ول. نوموړې زیاتوي، چې نوموړې د Hidden light productions شرکت ځکه پرانستي ترڅو اتلان یاد کړل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

کنګنا رناوت

د هند يوې محکمې د مشهورې هنرمندې کنګنا رناوت د نيولو امر کړى

د هند د مشهور شاعر او سندرو ليکونکي جاوېد اختر د سپکاوي په تور د …