کورپاڼه / روغتيا / پخپل وخت سره خوب کول د کومو ناروغیو مخنیوی کولی شي؟

پخپل وخت سره خوب کول د کومو ناروغیو مخنیوی کولی شي؟

آیا پوهږئ چې زموږ بدن موږ ولې خوب کولو ته مجبوروي؟ تر اوسه پورې ساینس نه ده ثابته کړې چې د خوب کولو بنسټیز سببونه څه دي، خو دا خبره بیا ټول مني چې خوب زموږ د ژوند له اړینو څیزونو څخه شمېرل کېږي. د الرجل د ویب سایټ د یوې لیکنې له مخې ساینسپوهان وایي، کله چې انسان خوب یا وېده کېږي، نو د خوب پرمهال یې په مازغو او بدن مثبتې اغېزې پرېوځي. دغه راز د شپې پرمهال د خوب کولو عمل ته ساینس بیا د نوي والي عمل وایي، چې مازغو ته د آرام سبب کېږي. په لندن کې د یوې څېړنې له مخې ثابته شوې وه، چې د مازغو د آرامولو لپاره په ورځني ډول په مناسبه اندازه د خوب کول اړین وي.

د خوب پرمهال زموږ په مازغو کې څه ګرځي؟

په جرمني کې د یوې څېړنې له مخې موندل شوې، چې د خوب پرمهال زموږ په مازغو کې د بل هر وخت په پرتله ډېر کارونه جریان لري. د جرمني ساینسپوهان وایې کله چې یو انسان له خوب څخه بېدار شي، نو د عصبي حجرو ترمنځ د اړیکو یو نوی حالت پرانیستل شي، خو کله چې بیا وېده شي نو دغه مرحله بیا نوې کېږي او ترتیب مومي.

د خوب د کمښت زیانونه:

ویل کېږي چې د خوب د کمښت په نتیجه کې بدن ته ډېر زیان رسېږي، چې ترټولو ډېرې اغېزې یې بیا په مازغو پرېوځي. یعنې کله چې انسان وېده وي، نو په دې مرحله کې یې دماغو ته سکون او آرام وربخښل کېږي او که چېرته په پوره اندازې سره خوب ترسره نه شي، نو په مازغو کې یو ډول نا آرامي رامنځته کېږي.

د یو صحت مند بدن لپاره د خوب ګټې:

ویل کېږي چې انسان د خپل ژوند دریمه برخه په خوب تېروي او خوب د انسان لپاره دومره اړین وي لکه څومره چې ورته خوراک، څښاک او د ساه اړتیا وي. دغه راز تر یوه وخته پورې د خوب کول نه یوازې د آرام سبب کېږي، بلکې حجرو ته انرژي هم ورکوي.

د زړه له ناروغیو څخه مخنیوی کوي:

ویل کېږي چې د شپې پرمهال په بشپړه توګه خوب د لوړ فشار په کنټرول مرسته کوي او د لوړ فشار د ناروغۍ په سبب د زړه ناروغۍ پیدا کېږي.

د چاغښت څخه مخنیوی کوي:

آیا تاسې په دې پوهېږئ چې د خوب پرمهال بې ترتیبي هم د چاغښت لامل کېږي؟ بالکل په خوب کې بې ترتیبي یاهم لږ خوب کول د چاغښت ستونزې رامنځته کوي. یعنې د خوب کمښت یا بې نظمي د هغه هورمونونو د اضافه والي سبب کېږي، چې لوږه زیاتوي او په نتیجه کې وزن زیاتوي.

دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي:

د یوې څېړنې له مخې د انفلونزا او ساړو په اړه یې ترسره کړې وه ویل کېږي، هغه کسان چې اته ساعته خوب کوي د هغوی په پرتله چې اته خوب نه کوي، غوره ګڼل کېږي، ځکه چې پوره خوب دفاعي سیستم ته پیاوړتیا ورکوي.

د مازغو لپاره ګټور وي:

ویل کېږي چې په پوره اندازه خوب کول د مازغو لپاره اړین وي او د هېرېدلو د اړوندو ناروغیو خطر کموي. دغه راز په پوره اندازه خوب کول د ذهني فشار لپاره هم ګټور وي.

طبیعت ښه کوي:

ویل کېږي چې په پوره اندازې سره خوب کول د طبیعت په ښه والي کې مهم رول لوبوي او د ورځې پرمهال د ښه فعالیتونو د کولو سبب کېږي.

له منفي سوچونو څخه مخنیوی کوي:

ویل کېږي چې په پوره اندازې سره د خوب کول د منفي سوچونو څخه مخنیوی کوي، د غوسې په کنټرول کې مرسته کوي، د مازغو ساتنه کوي او په فعالیتونو کې یې ښه والی راځي.

حافظه ښه کوي:

ویل کېږي کله چې موږ خوب کوو، نو زموږ حافظه په داسې حالاتو کې ځینې کارونه سرته رسوي او د مهمو معلوماتو په ساتنه کې مهم رول لوبوي. دغه راز د اضافي معلوماتو په هېرولو کې مرستندویه تمامېږي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …