کورپاڼه / ليکنې / هغه ښځه او خاوند چې نوی یې واده کړي وي، څنګه کولی شي چې خپلې ستونزې کمې کړي؟
خاوند او ښځه

هغه ښځه او خاوند چې نوی یې واده کړي وي، څنګه کولی شي چې خپلې ستونزې کمې کړي؟

ښځه او خاوند له واده وروسته د ژوند پاتې سفر په یوځای پیلوي، خو ځینې شیان بیا داسې وي چې یو بل پورې اړه نه لري. حقیقت خو دادی چې د واده په لومړي کال د ښځې او خاوند ترمنځ ډېرې ستونزې رامنځته کېږي، ځکه چې دوی د یو بل د پېژندلو هڅه نه کوي. د سیدتي اخبار د یوې لیکنې له مخې د ځینو هغه ستونزو چې شاید د ښځې او خاوند ترمنځ رامنځته شي یادونه کړې او حللارې یې ورته بیان کړي.

مالي ستونزې:

د واده په لومړي کال د ښځې او خاوند لپاره ترټولو لویه ستونزه مالي ستونزه ګڼل کېږي. دوی یو بل ته د مالي ستونزو په باب له خبرو وېرېږي، چې بیا په ځینو مواردو کې کورني مصرفیتونه ورته ستونزمن تمامېږي او د عوایدو او مصرفولو ترمنځ توازن نه شي راوستلی. نو که چېرته ښځه او خاوند د مالي ستونزو له امله په ستونزو کې وي، یو له بل سره مشوره وکړي او د یو ځانګړي هدف د ترلاسه کولو لپاره دې اوږه په اوږه ودرېږي.

خپل، خپلوان:

کله چې یوه ښځه او خاوند نوی واده وکړي، نو ټول خپل او خپلوان یې ورته د مشورو بوجۍ پرانېزي او دا فکر کوي چې دوی د ښې تجربې لرونکي دي، خو شاید دا هېر کړي چې دغه نوي شځه او خاوند له دوی څخه مختلف دي، چې بیا د خپل او خپلوان مشورې او مداخله کول د ښځې او خاوند ترمنځ ستونزې پیدا کوي. که چېرته تاسې هم له یادې ستونزې سره مخ یئ نو د ژوند ملګري سره مو مشوره وکړئ او ورته ووایئ چې په ذهني فشار اخته یئ.

د کور د مسولیتونه ویشل:

د واده په لومړني کال یوه بله ستونزه چې ښځه او خاوند ورسره مخ کېږي، هغه په نا برابرۍ سره د کور د مسولیتونو ویش دی، چې بیا د واده په لومړیو کې د ښځې او خاوند لپاره ستونزمن تمامېږي، نو ددې لپاره پکار ده چې په برابرۍ سره د کور مسولیتونه وویشل شي.

له خپل ځان سره بې پروایي:

د واده په لومړي کال کله چې ښځه او خاوند د کور مسولیتونه په غاړه واخلي، نو له خپل ځان سره بې پروا شي. د مثال په توګه د یو کار پرېښودل یاهم د لوبې پرېښودل، له ملګرو سره چکر وهل او نور، نو په کار ده چې له واده وروسته هم خپل ځانته پاملرنه وشي.

مختلف طبیعت:

الله تعالی هر انسان ته مختلف طبیعت ورکړی او د واده په لومړیو کې ښځه او خاوند یو د بل د طییعت د پېژندلو هڅه نه کوي، چې بیا یې په اړیکو اغېزې پرېوځي. نو که چېرته ښځه او خاوند د یو بل د پېژندلو هڅه وکړي، نو ذکر شوې ستونزه یې حل موندلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ولې دیرش دقیقې ورزش کول د روغتیا لپاره اړین وي؟

د ښې روغتیا لپاره هر څوک ځانګړې لارې چارې خپلوي، چې ځینې په همدې موخه …