کورپاڼه / هنر او کلتور / یو ځل بیا د شردا کپور د واده آوازې دي
شردا کپور

یو ځل بیا د شردا کپور د واده آوازې دي

څو ورځې وړاندې د بالیووډ مشهور هیرو ورون دوان واده وکړ، چې بیا ډېرو هنرمندانو او مشهورو شخصیتونو ورته د نوی ژوند مبارکي ور کړه. ویل کېږي چې په دې شخصیتونو کې مشهور فوټوګرافر یا عکس ایستونکی روهن شریستا هم شامل و، چې له ۲۰۱۹ کال څخه ویل کېږي، چې نوموړی به د بالیووډ ویلن شکتي کپور له لور سره واده کوي.

ویل کېږي چې ورون دوان ته د مبارکۍ له ورکولو په رسنیو دا خبره لره بره چې روهن سریستا او شردا کپور به ډېر ژر واده وکړي. د هندي رسنیو د وینا له مخې ویل کېږي چې د روهن شریستا او د شردا کپور د واده خبرې هغه وخت پیل شوې، کله چې روهن شریستا په انسټګرام ورون دوان ته مبارکي ورکړه. ویل کېږي کله چې روهن شریستا ورون دوان ته مبارکي ورکړه، نو ورون هم هیله مندي څرګنده کړه او و یې لیکل، چې هیله منده ده، چې دی هم د واده لپاره تیار شي.

د ورون دوان لخوا د واده د تیارۍ له خبرې وروسته دا خبرې د رسنیو د سر ټکی وګرځېد، چې روهن شریستا او شردا کپور به ډېر ژر واده وکړي. له دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې د هندي رسنیو د خبرونو له مخې ویل کېږي، چې شردا کپور د واده لپاره د شیانو په اخیستلو بوخته ده.

خو لا تر اوسه پورې د روهن او شردا له لورې په دې اړه څه نه دي ویلي. بله خوا شردا کپور ټایمز اف انډیا ته په انټروۍ کې ویلي، چې لا تر اوسه پورې واده کولو ته وخت نه لري. نوموړې ویلي چې اوسمهال ډېرو فلمونو ته په شوتنګ بوخته ده، چې په سبب واده او نورو کارونو ته وخت نه لري، خو د روهن شریستا سره یې د اړیکو په اړه وضاحت ور نه کړو او دا یې هم وویل چې ورون دوان په کم عمرۍ کې پرې مئین و، خو هیڅکله یې ورته د مینې اظهار نه دی کړی. یاده دې وي چې ورون دوان او شردا کپور په څو فلمونو کې یوځای کار کړی او د دواړو جوړه د خلکو لخوا د ساتنې وړ ګرځېدلې وه.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …