کورپاڼه / روغتيا / د ناشتې یا سباناري پرمهال هغه استعمالېدونکي خواړه چې ډېر ګټور تمامېږي
خواړه

د ناشتې یا سباناري پرمهال هغه استعمالېدونکي خواړه چې ډېر ګټور تمامېږي

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې په ورځني ډول د ناشتې پرمهال د فیرني استعمال ډېرې روغتیایې ګټې لرلی شي.

فیرني چې یوه ښه او صحت منده غذا ګڼل کېږي، بدن ته په پوره اندازه انرژي برابروي. دغه راز د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې فیرني د زړه د ناروغیو خطر کمولی شي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي که چېرته مو د ناشتې پرمهال فیرني انتخاب کړه، نو ددې مطلب دا شو چې تاسې د یوې غوره غذا انتخاب کړی دی. دوی زیاتوي چې د غذایي توکو څخه ډک فیرني مو ټوله ورځ تازه ساتي، د بدن انرژي مو پوره کوي او په ورځنیو فعالیتونو کې مو متحرک ساتي. یوازې دا نه چې د فیرني استعمال د ناشتې پرمهال ګټور وي، بلکې د ورځې په هره برخه کې یو ډول ګټې لرلی شي.

روغتیایې کارپوهان وایي چې فیرني ډېرې زیاتې ګټې لري، چې ځینې یې په لاندې ډول دي.

  • د وینې کلیسټرول کموي

  • د زړه د ناروغیو خطر کموي

  • د دفاعي سیستم د پیاوړتیا سبب کېږي

  • په وینه کې د شکر اندازه برابروي او په همدې ډول د شکر د ناروغۍ خطر کموي.

  • ماشومان له ساه لنډۍ څخه ژغوري

بله خوا روغتیایي کارپوهان وایي چې د فیرنۍ په ځینو ډولونو کې مصنوعي شکر اچوي، چې بیا د چاغښت سربېره د ډېرو ناروغیو د رامنځته کېدو سبب ګرځي، نو که چېرته د دا ډول فیرنۍ پر ځای ساده فیرنۍ استعمال شي؛ د بدن لپاره ګټوره تمامېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

بدني فعالیتونه او ورزش کول مو د شکر له ناروغۍ څخه ژغوري

د شکر ناروغي چې په خاموش ډول سره انسان له منځه وړي، څه ډول به …