د هندي فلمونو تکړه هنرمنده یا اداکاره سني لیون نن سبا د بېلابېلو لوبو د کولو لنډې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپروي. خو اوسمهال نوموړې په خندوونکې اندازه سره له خپلو مینوالو پوښتلي، چې آیا دا هم د هندوستاني کرکټ لوبډلې سره انګلیستان ته تللی شي.
سني لیون چې په ټولنیزه رسنۍ انسټګرام یې یوه لنډه ویډیو خپره کړې، چې نوموړې پکې د کرکټ د لوبې په حال کې لېدل کېږي. د کرکټ د لوبې پرمهال سني لیون یوه په زړه پورې شپږیزه هم وهي.
نوموړې د ویډیو سره په څنګ کې په خندوونکې انداز سره لېکلي دي، چې آیا دی هم د انګلیستان سره د مخامخ کېدو لپاره باید خپل توکي یا سامان تیار کړي؟ دغه راز نوموړې په سر لیک کې (هندوستانۍ کرکټ لوبډله) هم لیکلې.
بله خوا د ټولینیزو رسنیو د کاروونکو لخوا هم په ذکر شوي پوسټ ډېرې څرګندنې روانې دي. یاده دې وي چې له وړاندې سني لیون خپله یوه ویډیو چې د فوټبال په حال کې لېدل کېږي، چې په ویډیو کې فوټبال په دودیزه بڼه نه ترسره کوي، بلکې بال پخپلو پښو او اوږو سره د وهلو پرمهال لېدل کېږي.