کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د اى سي سي د يو ورځنيو لوبو درجه بندۍ کې پرمختګ کړى
راشد خان

راشد خان د اى سي سي د يو ورځنيو لوبو درجه بندۍ کې پرمختګ کړى

د ايرلېنډ پر وړاندې په ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې په توپوهنه او توپ اچونه کې تر ځلېدو وروسته راشد خان د اى سي سي په درجه بندۍ کې پرمختګ وکړ.

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو تازه درجه بندي اعلان کړې ده، چې راشد خان پکې شپږم مقام خپل کړى دى.


راشد خان تر دې مخکې په ٧م مقام کې قرار درلود، چې اوس له کولين ډي ګرېنډ هوم څخه مخکې شوى دى. د نړيوالو يو ورځنيو لوبو په الراونډرانو کې بيا شکېب الحسن لومړى، محمد نبي دويم، کريس ووکس دريم، بين سټوکس څلورم او عماد وسيم په پنځم مقام کې دي.

همدا راز د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د توپ اچونکو په برخه کې بيا د بنګله دېش مهدي حسن ډېر پرمختګ کړى دى او ٩ مقام پورته تللى دى چې اوس په څلورم مقام کې دى، همدا راز مسفيظ الرحمان بيا ١١ مقامه پرمختګ کړى دى او ٨م مقام ته رسېدلى دى. کريس ووکس، کاګيسو رباډا او جوش هازلووډ ١-١ مقام ښکته شوي دي، پاکستانى محمد عامر ٢ مقامه ښکته تللى دى او پاټ کومنز هم ٢ مقامه ښکته تللى دى.

دا هم ولولئ

هغه لوبغاړي چې د دوو لوبډلو لپاره یې نړیوال جامونو کې برخه اخیستې ده

دا د هر لوبغاړي هیله او ارمان وي چې په نړیوال جام کې د خپلې …