کورپاڼه / خبرونه / د اى سي سي درجه بندي: رحمت، شهزاد، نجيب او حشمت شاتګ، خو اصغر، راشد او جاوېد پرمختګ کړى
راشد خان او اصغر افغان

د اى سي سي درجه بندي: رحمت، شهزاد، نجيب او حشمت شاتګ، خو اصغر، راشد او جاوېد پرمختګ کړى

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د نړيوالو يو ورځنيو لوبغاړو درجه بندي تازه کړې ده، چې د توپوهونکو په برخه کې رحمت شاه، محمد شهزاد، نجيب الله او حشمت الله شهيدي شاته تللي دي او اصغر افغان، راشد خان او جاوېد احمدي بيا مخکې شوي دي، همدا راز محمد نبي او ګلبدين نايب په خپلو خپلو ځايونو ولاړ دي.

د کرکټ نړيوالې شورا د نړيوالو يو ورځنيو لوبو د ١٠٠ غوره توپوهونکو په درجه بندۍ کې ٩ افغان لوبغاړي هم شامل دي، چې په لس غوره توپوهونکو کې هېڅ افغان لوبغاړى نشته.

ويراټ کوهلي په لومړي، روهيت شرما په دويم، بابر اعظم په دريم، راس ټېلر په څلورم او ارون فنچ په پنځم مقام کې قرار لري.

همدا راز رحمت شاه په ٤٤م، محمد شهزاد په ٥٨م، نجيب الله ځدراڼ په ٦٢م، حشمت الله شهيدي په ٦٦م، محمد نبي په ٧٠م، اصغر افغان په ٧٤م، راشد خان په ٩٠م، ګلبدين نايب په ٩٧م او جاوېد احمدي په ٩٩م مقام کې قرار لري.

د افغانستان په لوبغاړو کې رحمت شاه، محمد شهزاد، نجيب الله ځدراڼ او حشمت الله شهيدي هغه توپوهونکي دي، چې شاته تللي دي، همدا راز اصغر افغان، راشد خان او جاوېد احمدي بيا پرمختګ کړى دى او محمد نبي او ګلبدين نايب بيا د تېر په څېر په خپلو ځايونو کې قرار لري.

Loading...

دا هم ولولئ

احسان الله جنت او راهول ډريويډ

شفيق ستانکزى: راهول ډريويډ ويل چې د احسان جنت توپوهنې ته به خاص راکوزېدم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى اجراييوي رييس شفيق ستانکزى وايي، چې د هند ملي …