کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ابوظهبي ټي ١٠ ليګ سبا پيلېږي، په اړه يې ټول معلومات دلته ولولئ
عظمت الله عمرزى، نجيب الله ځدراڼ، درويش رسولي، کريم جنت، قيس احمد او فضل حق

ابوظهبي ټي ١٠ ليګ سبا پيلېږي، په اړه يې ټول معلومات دلته ولولئ

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ سياليو څلورم پړاو سبا په ابوظهبي کې پيلېږي، چې ٨ لوبډلې پکې ګډون لري او ډېر شمېر افغان لوبغاړي هم پکې لوبېږي.

تېر کال د کورونا له امله دا ليګ ترسره نه شو، خو سږکال به د جنورۍ په ٢٨مه نېټه پيل شي.

په دې سياليو کې ٨ لوبډلې ګډون لري، چې ٢٩ لوبې به ترسره کړي. په دې کې ټيم ابوظهبي، مراټا عربينز، بنګله ټايګرز، دکن ګليډيټرز، قلندرز، ډيلي بولز، ناردرن واريرز او پونى ډيويلز لوبډلې شاملې دي. د کرناټکه ټسکرز لوبډلې نوم پونى ډيويلز ته بدل شوى دى.

څلور څلور لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوي دي، چې په اې ګروپ کې بنګله ټايګرز، ډيلي بولز، مراټا عربينز او ناردرن واريرز دي او په بي ګروپ کې دکن ګليډيټرز، پونى ډيويلز، قلندرز او ټيم ابوظهبي شامل دي.

د لوبو مهالوېش:

٢٨ جنوري: مراټا عربينز له ناردرن واريرز، بنګله ټايګرز د ډيلي بولز او دکن ګليډيټرز د پونى ډيويلز سره مخ کېږي.

٢٩ جنوري: ډيلي بولز د مراټا عربينز، پونى ډيويلز د قلندرز او دکن ګليډيټرز د ټيم ابوظهبي سره مخ کېږي.

٣٠ جنوري: بنګله ټايګرز د مراټا عربينز، ډيلي بولز د ناردرن واريرز او قلندرز د ټيم ابوظهبي سره مخ کېږي.

٣١ جنوري: بنګله ټايګرز د ناردرن واريرز، پونى ډيويلز د ټيم ابوظهبي او دکن ګليډيټرز د قلندرز لوبډلو سره مخ کېږي.

له هغه وروسته به سوپر ليګ سيالۍ د فبرورۍ په لومړۍ نېټه پيل شي او د پلى اف سيالۍ بيا د فبرورۍ په پنځمه نېټه پيلېږي، چې پايلوبه به د فبرورۍ په شپږمه نېټه ترسره شي.

دا ټولې سيالۍ په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د لوبډلو نوملړونه:

ټيم ابوظهبي: کريس ګيل، روهن مصطفى، لوکي رايټ، اويشکا فرنانډو، هايډن والش، کريس موريس، عثمان شينواري، نوين الحق، عبېد مک کاى، نجيب الله ځدراڼ، بين کوکس، پلنياپن مياپن، ليونارډو جولين، کوشل مالا، اليکس هيلز، پال سټرلينګ، جېمي اورټون، بين ډکيټ، جو کلارک او ټام هيلم.

مراټا عربينز: شعېب ملک، محمد حفيظ، لوري ايوانس، مصدق حسېن، تسکين احمد، پراوين ټامبى، ايشان ملهوتره، مکتار علي، امجد خان، عبدالشکور، معروف مرچنټ، سومپل کامي، سيد حېدر، رويندرپال سينګ، سوهاګ غازي، جاوېد احمدي، يمين احمدزى او علي شان شرافو.

بنګله ټايګرز: عفيف حسېن، ايسورو ادانا، انډري فليچر، ټام موريس، قېس احمد، چراغ سوري، جوهانسن چارلس، ډيويډ ويس، محمد عرفان، اډږ هوس، کريم جنت، اريان لکرا، فضل حق، نور احمد، مجيب الرحمان، مهدي حسن، متيشا پتيرانا، جارج ګارټن او رميز شهزاد.

دکن ګليډيټرز: سنيل ناراين، کيرون پولارډ، بهانوکا راجا پکسا، ظهور خان، کولين انګرام، محمد شهزاد، ونيندو هسا رنګا، لاهيرو کمارا، اعظم خان، روي رامپال، پرشانت ګپتا، ذيشان ضمير، همدان طاهر، حفيظ الرحمان، عمران طاهر، امتياز احمد، ارون سمرز، کېمرون ډيلپورټ او ياسر کليم.

قلندرز: شاهد اپريدي، سميت پټيل، پيل سالټ، کريس جورډن، سلطان احمد، ټام بانټون، سهيل تنوير، اصف علي، حسن علي، سهيل اختر، شرجيل خان، فياض احمد، عظمت الله عمرزى، معاذ خان، خورشيد انور، بين ډنک، احمد دانيال، محمد طحه، عميد اصف او ذيشان اشرف.

ډيلي بولز: ډواين براوو، علي خان، محمد نبي، دوشمانتا چميرا، شيرفان رودرفورډ، ايون ليويس، داسون شناکا، اډم ليت، رحمان الله ګربز، فيډل ايډورډز، شيراز احمد، کاشف داود، وقار سلامخېل، نيم ينګ، عماد بټ، وقاص مقصود، روي بوپاره، خالد شاه او ټام ابيل.

ناردرن واريرز: نيکولاس پوران، انډري رسل، رياد ايمريټ، لينډل سيمونس، وهاب رياض، جنېد صديقي، رومان پاويل، فابين الين، نووان پراديپ، عامر يامين، برېنډن کنګ، وحيد احمد، مهيش تيکشانا، انش ټنډن، وسيم محمد، سوجيت پربتني، دنانجايا لکشن، وين پارنيل او کورن اوټلي.

پونى ډيويلز: تيسارا پريرا، محمد عامر، هاردس ويلون، چماره کاپوګيډيرا، سام بيلينګس، اجينتا مينډس، ډيون توماس، درويش رسولي، ناصر حسېن، کينار ليويس، اصف خان، محمد بوټا، دنيش کمار، وريتيا ارويند، کرن کى سي، منيس انصاري، مليندا پشپا کمار، سام ويسنيوسکي، چاډويک والټن، ټام کوهلر کوډمور او منير حسېن.

دا سيالۍ به چېرته وګورئ:

سوني ټين ٣، سوني سيکس، سوني مېکس، الرياضية، ټين سپورټس، ټي سپورټس، ورلډ اف چېمپينز، سکاى سپورټس کرکټ، فري سپورټس اېچ ډي، ويلو اېچ ډي، سپورټس مېکس، فاکس ټيل، ملي سپورټ، سوني ليو، فېن کوډ او کايو باندې دا سيالۍ په ژوندۍ بڼه په ټوله نړۍ کې ښودل کېږي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …