کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شاهد اپريدي د دوبۍ هوايي مېدان څخه بېرته وګرځول شو
شاهد اپريدى

شاهد اپريدي د دوبۍ هوايي مېدان څخه بېرته وګرځول شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى کپتان او الراونډر لوبغاړى چې د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ سياليو لپاره تللى و، د دوبۍ له هوايي مېدان څخه بېرته ګرځول شوى دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، نوموړى پرون له کراچۍ څخه دوبۍ ته تللى و، تر څو هلته د خپلې لوبډلې قلندرز سره يو ځاى شي، خو د وېزې د ستونزې له امله بېرته پاکستان ته ستون شوى دى.

د پاکستانۍ رسنۍ (ايکسپرېس نيوز) د راپور په وېنا، شاهد اپريدى د متحده عربي اماراتو ريزيډينشل وېزه لري او هغه دوبۍ ته تللى و، خو هلته له رسېدو وروسته ورته معلومه شوه، چې د هغه وېزه ختمه شوې ده.

د دوبۍ په هوايي مېدان کې چې کله د شاهد اپريدي پاسپورټ وکتل شو، نو د هغه پخوانۍ وېزه ختمه شوې وه او نوې وېزه يې نه وه اپډېټ کړې، چې له امله يې هغه بېرته کراچۍ ته ستون کړاى شو.

په راپور کې ويل شوي دي، چې شاهد اپريدى به د وېزې د اپډېټ کولو وروسته متحده عربي اماراتو ته لاړ شي او هلته به د خپلې لوبډلې سره يو ځاى شي.

د يادولو وړ ده چې د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ سيالۍ سبا، يعنې د جنورۍ په ٢٨مه نېټه په ابوظهبي کې پيلېږي، چې دا ټولې سيالۍ به د شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

اې بي ډيويليرز

اې بي ډيويليز بېنګلور ته دريمه لوبه وګټله

د بېنګلور لپاره په دريمه لوبه کې ګلين ميکسويل او اې بي ډيويليرز ډېره ښه …