کورپاڼه / هنر او کلتور / بابي دیول: د نري آواز په سبب به خلکو انجلۍ ګڼله

بابي دیول: د نري آواز په سبب به خلکو انجلۍ ګڼله

د بالیووډ مشهور هنرمند بابي دیول ویلي، چې په ماشومتوب کې به خلکو انجلۍ ګڼله، چې په سبب به یې دی ډېر خپه کېده.

د یوې انټروۍ پرمهال بابي دیول ویلي چې په ماشومتوب کې یې آواز ډېر نری و، چې بیا په سبب ډېر خپه کېده. نوموړی وایي چې د نري آواز په سبب به خلکو د هلک پرځای انجلۍ ګڼله او ډېری وخت چې په موبایل یې خبرې کولې، نو هغوی له اخوا به ورته د (خور جانې) لفظ کارېده.

بابي دیول وایي چې په لومړیو کې یې خپل ځان د انجلۍ په ګڼلو او د خور جانې په ویلو سره ډېر ځوراوو، خو بیا وروسته یې له دې ډول لفظونه څخه خوند اخیست.

نوموړی زیاتوي چې په همدې ډول به یې په هوټل کې موبایل اوکی کړ یاهم که د چا زنګ به راغی نو ده به ورسره د ښځو په څېر خبرې کولې او له دې کړنې څخه به یې ډېر خوند اخیستو.

یاده دې وي چې بابي دیول اوسمهال د (اپنے) فلم کې په کار کولو بوخت، چې په دې فلم به د نوموړی پلار درمندر او ورور سني دیول هم را څرګند شي. دغه راز د فلم هدایتکار به انیل شرما وي او په فلم کې د سني دیول زوی کرن کپور هم شتون لري، چې په همدې ډول به په (اپنے) کې د دیول کورنۍ درې غړي په یوځای کار کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

سلمان خان

سلمان خان د واده په اړه څه فکر کوي؟

د بالیووډ سلطان او مجرد ستوری سلمان خان پخپله تازه وینا کې هم په دې …