کورپاڼه / جالب / د سعودي عرب هغه منظرې چې لېدونکي حیرانوي

د سعودي عرب هغه منظرې چې لېدونکي حیرانوي

ځمکپوهان دا خبره مني چې په سعودي عرب کې ځینې داسې طبیعي منظرې موندل کېږي، چې د نړۍ په بل ځای کې نه موندل کېږي. ویل کېږي چې ددې منظرو ځانګړتیا داده چې غرونه یې داسې رسوبي څوکې لري، چې لېدونکی ګوته په غاښ پاتې کوي.

د ښکلا په باره کې ویل کېږي، چې د ښکلا هغه منظرې چې د انسان سترګې له حیرانۍ سره مخ کوي تر ښکلو او سمسورو سیمو، دښتو یا د غرونو تر څوکو پورې محدودې نه دي، بلکې په نړۍ کې د ځمکې پر مخ داسې منظرې هم موندل کېږي، چې د خپلې ځانګړتیا او ښکلا په سبب خپله یو مثال ګڼل کېږي.

چې دا ډول منظرې په سعودي عرب کې هم موندل کېږي او حقیقت خو دادی چې داسې ځایونه د نړۍ په کوم بل ځای کې نه موندل کېږي او د سعودي عرب دغه سیمه د ځانګړي جغرافوي موقیعت، طبعي حالاتو، آب و هوا او د چاپیریال له نظره ځانګړی نوم لري.

د سعودي عرب د ځمکپوهنې اکونټ پرانیستونکی عبدالله الشمري له رسنیو سره په خبرو کې د سعودي عرب په ډېر سیمو د ځمکنیو ځانګړتیا په رنګا رنګې او غوره والي تشریحات ورکړي. نوموړی وایي رسوبي څوکې د سعودي عرب د غرنیو سیمو کې له طبیعي ځانګړتیا څخه شمېرل کېږي، چې اروپایي سیاحت کوونکې هم ورته د حسد څخه په ډکو سترګو ګوري.

الشمري وایي چې په سعودي عرب کې له دې سیمو څخه اغېزمن کېدونکي کسان یوازې ځمکپوهان نه وي، بلکې ماشومان، ښځې او عام نارینه هم ور ځنې خوند اخلي او په یادو سیمو یادګاري عکسونه وباسي.

نوموړی بیا په دې خبره ټینګار کوي چې په سعودي عرب کې داسې ډېر ځانګړي ځایونه شته، چې یو له هغوی څخه د خبیر اور شیندونکي هم دي او دا ډول منظرې د نړۍ له نورو منظرو سره نه شي برابرېدلی او نه ورسره برابرېږي.

دا هم ولولئ

دې شخص په ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ هوټلونو ته په تګ ریکارډ جوړ کړی

په اوسني وخت کې ریکارډ جوړونه ډېره آسانه شوې او په هره برخه کې جوړېږي …