کورپاڼه / جالب / ساینسپوهان وایي چې کنځلې کول ګټه لري

ساینسپوهان وایي چې کنځلې کول ګټه لري

که څه هم کنځلې کول د هر انسان په نظر یوه بده کړنه ده او ټول خلک یې بده مني، خو اوسمهال ساینسپوهانو ددې ناوړه عادت په اړه داسې خبرې کړي، چې په اورېدو یې باور کول ستونزمن تمامېږي.

د میل انلان د راپور مخې د Massachusetts College of Liberal Arts څېړونکو ویلي دي، چې کنځل کول ډېر ګټې لري. دوی زیاتوي چې کنځلې کول د یو شخص د ځیرکتیا او تخلیقي وړتیاوو څرګندونه کوي او هغه کسان چې کنځلې کوي د ډېرې انرژۍ لرونکی ګڼل کېږي، چې بیا یې له سخت څخه د سخت تکلیف په برداشت کولو کې مرستندویه تمامېږي.

په څېړنېزو پایلو کې دا هم ویل شوي، چې کنځلې کول د ایماندارۍ نښه هم ګڼل کېږي، ځکه چې په دې سره د رښتینو جذباتو اظهار ترسره کېږي. دغه راز ویل کېږي چې بد ژبه یا بد الفاظ کارول د مازغو ښي خوا متحرکه ساتي، چې دې برخې ته یې تخلیقي مازغه ویل کېږي.

د څېړونکې ډلې مشر او د ارواپوهنې استاد ټموتي جی وایي، چې د کنځلو کولو ګټې بې شمېره دي، چې دوی له تېرو دوه کلنو څېړنو په پایله کې لاسته راوړي. دغه راز نوموړی وایي، چې له دې وړاندې څوک د کنځلو د کولو له ګټو نه ول خبر او د ځینو کنځلو ګټې بیا داسې وي چې موږ بیا هغه ګټو ته انقلابي ګټې وایو.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان کې یو شخص چې (۳۹) لمسیان یې لرل؛ پنځم واده یې هم وکړ

د پاکستان په ګوجرانواله سیمه کې د نهه دیرشو کمسیانو څښتن پنځم واده وکړ، که …