کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: له پنځه دیرش کلنۍ څخه وروسته د ماشوم زېږول د میندو ذهن تېزوي

څېړنه: له پنځه دیرش کلنۍ څخه وروسته د ماشوم زېږول د میندو ذهن تېزوي

له بې شمېره څېړنو څخه دا ثابته شوې، چې د ځوانو میندو ماشومان ډېر صحت مند وي، خو اوسمهال ساینسپوهانو د ډېر عمر لرونکو میندو ته هم زیری ور کړی.

د میل انلاین د راپور له مخې ساینسپوهان وایي، هغه ښځې یا میندې چې له پنځه دیرش کلنۍ څخه وروسته ماشوم زېږوي په ذهني لحاظ ډېرې تېزېږي، خو هغه ښځې یا میندې چې د ژوند په دویمه لسیزه کې ماشوم زېږوي، منځني عمر ته په رسېدو سره یې ذهني وړتیاوې کمېږي.

راپورونه وایې چې ساینسپوهانو په دې څېړنه کې اته سوه دیرش هغه میرمنې تر څېړنې لاندې نېولې وې، چې په مختلفو عمرونو کې یې وروسته ماشوم زېږولی و. وروسته له څېړنو څرګنده شوه هغه میندې چې له پنځه دیرش کلنۍ څخه وروسته یې ماشوم زېږولی و او دا یې وروستی ماشوم و، په ذهني لحاظ ډېرې تکړه او تېزې وي

د کیلیفورنیا د سدرن پوهنتون ساینسپوهان ویلي، لکه څنګه چې د ماشوم له پیدایښت سره د میندو په بدن کې بېلابېل هورمونونه افرازېږي، چې بیا همدا هورمونونه د میندو پر دماغو اغېزې کوي او وړتیاوې یې ډېروي. خو په کم عمرۍ کې د وروستي ماشوم په پیدا کوونکو میرمنو کې بیا ددې هورمونونو وخت تېر شوي وي، نو ځکه یې ذهني وړتیاوې کموي.

یاده دې وي چې د یو ماشوم بدني جوړښت، روغتیا، ذهني وړتیاوې او نور ټول په میندو پورې اړه لري، که چېرته میندې د ښې روغتیا لرونکې وي، ښه خواړه وخوري، خپل ځان او راتلوونکې ماشوم ته متوجې اوسي، نو راتلوونکی ماشوم به یې هم سالم واوسي.

Loading...

دا هم ولولئ

که چېرته په ستوني کې د ماهي لېشکې ونښلي؛ نو څه باید وکړو؟

د ماهي غوښه یو له هغه خوراکي توکو څخه ده، چې په جوړښت کې ګڼ …