کورپاڼه / روغتيا / له پوزې څخه د وینې بهېدنې سببونه او حللاره یې

له پوزې څخه د وینې بهېدنې سببونه او حللاره یې

له پوزې څخه د وینې بهېدنه یوه عامه ناروغي ګڼل کېږي، چې په ظاهري ډول پرته له کوم سببه وینه له پوزې څخه په ناڅاپي ډول بهېږي. ویل کېږي چې دا ستونزه عموماً له شپږ کلنۍ تر لس کلنو ماشومانو کې ډېره لېدل کېږي او له پنځوس تر تر اتیا کلونو عمر لرونکي هم له ورته ستونزې سره لاس او ګریوان وي.

د وینې بهېدنې ډولونه:

روغتیایي کارپوهان وایي چې له پوزې څخه د وینې بهېدنه د پوزې له مخکینۍ برخې څخه واقع کېږي او یاهم له شاتنۍ برخې څخه یې وینه بهېږي، چې بې شمېره ډولونه لري:

هغه وینه چې د پوزې له مخکینۍ برخې څخه بهېږي، د پوزې د منځنۍ پردې څخه راوځي. ویل کېږي چې په دې برخه کې د وینې ډېر رګونه وي او د مخ د زخم کېدو په صورت کې هم له پوزې وینه بهېدلی شي. خو ځینې وخت وینه بیا د پوزې له شاتنۍ برخې څخه راوځي، خو داسې حالات ډېر کم پېښېږي. ډېر هغه کسان چې د زیات عمر لرونکي وي د لوړ فشار او یاهم د زخم کېدو په صورت کې یې د پوزې له شاتنۍ برخې څخه وینه راوځي. خو په دې پوهېدل بیا ډېر ستونزمن وي چې وینه د پوزې له مخکینۍ برخې راوځي او که نه اصلي ځای شاتنۍ برخه ده، خو دواړه حالتونه د انسان ډېره وینه ضایع کوي او په دې حالاتو کې پړمخې څملاستل په ستوني کې د وینې د راټولېدنې خطر ډېروي. دغه راز دا هم ویل کېږي چې د پوزې له شاتنۍ برخې څخه د وینې بهېدل خطرناک وي او باید په داسې حالاتو کې ډاکتر ته مراجعه وشي.

د پوزې بهېدنې سببونه:

د غوږ، پوزې او د ستوني متخصص ډاکتر سبا حرار وایي، چې وینه ډېری وخت د پوزې له مخکینۍ برخې څخه بهېږي چې بېلابېل سببونه لري:

  • د درملو غلط کارول

  • د پوزې دننه د زخم پیدا کېدل

  • د سپور یخ په سبب

  • د موسم بدلېدل

  • حساسیت

  • د پردې زخم کېدل

  • د پوزې سوخت

  • د زړه د درملو کارول

  • د ګردو، ځیګر او د وینې ناروغي

څنګه ترې ځان وژغورو؟

  • د هوا نمي برابر ساتل

  • پوزه نه ګرول

  • ایسپرین کم کارول

  • په پوزه کې سپری وهل ترڅو پوزه نمجنه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مرخېړیو نورې حیرانوونکې روغتیایي ګټې هم وموندل شوې

که څه هم مرخېړي د اړینو غذایي توکو درلودونکې دي، خو ډېر خلک ورته پام …