کورپاڼه / اسلام / د باسکټبال د نړۍ مشهور لوبغاړى سټيفن جاکسن مسلمان شو
سټيفن جاکسن

د باسکټبال د نړۍ مشهور لوبغاړى سټيفن جاکسن مسلمان شو

د باسکټبال د نړۍ مشهور امريکايي لوبغاړي سټيفن جاکسن کلمه وويله او مسلمان شو.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، سټيفن جاکسن چې د امريکا د هيوسټن ښار اوسېدونکى دى، د باسکټبال د نړۍ يو له مشهورو لوبغاړو څخه هم دى.

سټيفن جاکسن په خپل کيرير د باسکټبال په ١٤ پړاوونو کې برخه اخيستې ده او تر ١٢ زرو څخه زياتې نومرې لري.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Stephen Jackson Sr. (@_stak5_)


نوموړي په ٢٠١٥ کال کې د ليګونو څخه استعفا ورکړې وه.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Stephen Jackson Sr. (@_stak5_)


دې مشهور لوبغاړي د خپل انسټاګرام اکاونټ څخه يوه ويډيو خپره کړې ده او د مسلمانېدو اعلان يې کړى دى. په دې ويډيو کې ليدل کېږي، چې هغه په يو جومات کې د ټولو پر وړاندې کلمه وايي او مسلمانېږي.

د مسلمانېدو له اعلان وروسته د نړۍ مشهورو خلکو او د هغه مينه والو سټيفن جاکسن ته په مسلمانېدو مبارکۍ ورکړي دي او ډېرى خلکو د هغه دا پرېکړه ستايلې هم ده.

Loading...

دا هم ولولئ

فرمان کسکر سره په زندان کې څه تېر شو؟

د کوزې پښتونخوا د صوابۍ زلمى فرمان کسکر، چې د خپلې ګډې وډې شاعرۍ له …