کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د اسپرین استعمال د حمل د سقط کولو خطر کموي

څېړنه: د اسپرین استعمال د حمل د سقط کولو خطر کموي

هغه میرمنې چې د حمل د سقط کولو له ستونزې سره مخ وي، په راتلوونکې ځل دې د حمل په دوران کې په لږه اندازه اسپرین په ورځني ډول استعمال کړي، نو د حمل د سقط خطر به یې کم شي.دا خبره د یوې روغتیایي څېړنې له مخې څرګنده شوه.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې د اسپرین درمل د حمل د سقط کول خطر ځنډوي، خو دا چې په څومره اندازه باید وخوړل شي، څېړونکو یې په اړه څه دي ویلي. د امریکا د ایموري پوهنتون څېړونکی چې په دې څېړنه کې یې برخه اخیستې وه، وایي چې اسپرین سوخت له منځه وړي او د حمل سقط کول پخپل د یو پټ زخم په صورت کې رامنځته کېږي.

ویل کېږي چې په دې څېړنه کې یې له دولس سوو څخه ډېرې هغه میرمنې چې له اتلسو څخه تر څلویښت کلونو پورې عمرونه درلود او په تېر کې دوه ځلې د حمل له سقط کولو سره مخ شوې وې، تر څېړنې لاندې نېولې وې. په څېړنه کې موندل شوي هغه ښځې چې د حمل پرمهال یې په اوونۍ یې له پنځو څخه تر اوو ورځو پورې ۸۱ ملي ګرامه اسپرین استعمال کړي ول د حمل د سقط کولو خطر یې کم و او صحت مند ماشومان یې وزېږېدل.

همدغه پایله بیا په هغه ښځو کې هم څرګنده شوه، چې په اوونۍ کې لږ تر لږه څلور ځلې اسپرین کارولي ول. دغه راز ددې څېړنې پایلې په Analysis of Internal Medicine روغتیایې ژورنال خپرې شوي دي او له دې وړاندې هم د راپورونو له مخې ویل کېدل چې اسپرین د حمل د سقط کولو مخنیوی کوي.

څېړونکو موندلې چې په ورځني ډول د اسپرین کارول د حمل د سقط د مخنیوي کیلي ده. دوی وایي چې اسپرین حمل له غورځولو ژغوري او په ساتلو کې یې مهم رول لوبوي. دغه راز دا هم ویل کېږي چې د حمل څخه دمخه د اسپرین کارول هم ګټه کولی شي. څېړونکي زیاتوي چې د اسپرینو استعمال هغه وخت ډېر ګټور وي، کله چې له حمل څخه دمخه وکارول شي او هغه وخت یې ګټې لږې وي کله چې حمل له شپږو اوونیو څخه واوړي. خو بیاهم د اسپرین د استعمال په اړه له ډاکتر سره مشوره کول اړین وي.

دا هم ولولئ

په منځني عمر کې د وینې لوړ فشار دماغ کمزوري کوي

استرالیایي روغتیاپالانو له دولس کاله څېړنو وروسته موندلې ده، چې له ۲۰-۲۵ کلنو کسانو کې …