کورپاڼه / روغتيا / زیره هم د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي

زیره هم د وزن په کمولو کې مرستندویه تمامېږي

زیره چې د مساله جاتو له جملې څخه ده او په خوړو کې د خوند لپاره استعمالېږي، ډېرې زیاتې روغتیایي ګټې لري او د بې شمېره ناروغیو په وړاندې د مقابلې وړتیا لري. نو هغه کسان چې د چاغښت له امله په اندیښنه کې وي او د وزن د کمولو لپاره هڅه کوي، خو د ډېرو کوښښونو باوجود بیاهم د وزن په کمولو کې ناکام وي، ورته دې وویل شي چې ددې ستونزې حل دومره ستونزمن نه دی، بلکې تاسې کولی شئ چې د زیرې په مرسته ذکر شوې ستونزه حل کړئ.

د وازدې په اوبو کې او د وزن په کمښت کې د زېرې ګټې:

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته په ورځني ډول په خوراکي توکو کې یوازې یوه کاچوغه د زیرې پوډر وکارل شي، نو د نورو طریقو په پرتله درې برابر د بدن وزن کمولی شي. دوی وایې چې زیره د فایټو سټیرول په نوم ماده لري، چې د منفي کلیسټرول د راټولېدو او د وازدې د جمع کېدو مخنیوی کوي. دغه راز له څېړنو څرګنده شوې چې زیره د کالورۍ په سوځولو کې مهم رول لري او ځینې نورې ګټې یې عبارت دي له د کلیسټرولو کمول، د زړه حملې کمول، حافظه ښه کول، دفاعي سیستم پیاوړي کول، د وینې کمښت پوره کول او د هضم په مرحله کې ښه والی راوستل.

د وزن د کمولو لپاره زیره څه ډول استعمال کړو؟

  • هغه کسان چې د چاغښت له ستونزو سره مخ وي، په خوړو کې دې پنځه ګرامه د زیرې پوډر استعمال کړي.

  • سهار په نهاره دې درې ګرامه د زیرې پوډر په یوه پیاله نیم ګرمو اوبو کې واچوئ او و دې یې څښي.

  • یوه کاچوغه میده کړې زیره راواخلئ په مستو کې یې واچوئ او په ورځني ډول یې وخورئ.

  • یوه پیاله کې دوه کاچوغې زیره واچوئ، ټوله شپه یې پرېږدئ، سهار یې وایشوئ، بیا یې چاڼ کړئ او لېمو ور واچوئ او په نهاره یې وکاروئ.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …