کورپاڼه / ليکنې / ځینې کسان ولې د نورو په پرتله ډېر غوسه ناک وي؟
Angry man fists in the table.

ځینې کسان ولې د نورو په پرتله ډېر غوسه ناک وي؟

د مشهور ارواپوه ډیفن د وینا له مخې ویل کېږي، چې ځینې کسان د نورو په پرتله ډېر ګرم دماغه وي. یعنې دوی د نورو په پرتله ډېر ژر او په آسانۍ سره غوسه کېږي. ځینې بیا داسې هم وي چې په څرګند ډول خپله غوسه نه شي اظهارولی، چې بیا په ځینو نورو طریقو خپله غوسه سړوي لکه شور ماشور کول او د طبیعت خرابېدل.

هغه کسان چې په آسانۍ سره په غوسه کېږي نه یوازې دا چې بدې ردې وایي یا شیان ماتوي، بلکې ځینې وختونه په ټولنیز لحاظ غیر متحرک وي یاهم د ژور خپګان په ناروغۍ اخته کېږي. دغه راز هغه کسان چې ژر خپه کېږي د ارواپوهانو له نظره ډېر ژر د ناهیلۍ په ناروغۍ اخته کېږي. یعنې دوی باید له ناهیلۍ څخه ځان وژغوري که څه هم دده په وړاندې غلطه پرېکړه هم ترسره شي. که چېرته دې ډول خلکو ته غلطي ور په ګوته شي، نو دوی دا پخپل ځان یوه حمله ګڼي او خپه کېږي یاهم غوسه کېږي، چې تر شا یې ډېر سببونه شتون لري.

  • ویل کېږي چې ددې ډول کړنې یو سبب جینټیکي هم کېدلی شي او دا ثابته شوې هم ده چې ځینې ماشومان ډېر شورماشور کوي او په آسانۍ سره خپه یا غوسه کېږي، چې دا نښې په ډېره کم عمر کې له ځان سره لري.

  • دویم سبب ټولنه ده. یعنې غوسه ډېری خلک منفي کړنه ګڼي او په ټولنه کې ویل کېږي چې غم، خپګان او نور احساسات څرګندولی شو خو د غوسې اظهارول سمه کړنه نه ده، چې بیا په همدې سبب موږ د غوسې د اظهار سمې لارې نه شو زده کولی.

له څېړنو له مخې دا هم ویل شوي، چې کورنی بیګراونډ هم د غوسې په څرګندولو کې مهم رول لري. په عام ډول هغه کسان چې په آسانۍ سره خپه یا غوسه کېږي، غوسه یې له کورنۍ سره اړیکې لري. یعنې د داسې کسانو کورنۍ له خپل منځني ستونزو څخه کړېږي، چې بیا یې اغېزې پر ماشوم پرېوځې او د عمر په زیاتېدو پکې راڅرګندیدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ولې دیرش دقیقې ورزش کول د روغتیا لپاره اړین وي؟

د ښې روغتیا لپاره هر څوک ځانګړې لارې چارې خپلوي، چې ځینې په همدې موخه …