کورپاڼه / خبرونه / نور احمد: د انجري له امله به د بيګ باش پاتې لوبو او ټي ١٠ کې برخه وانخلم
نور احمد

نور احمد: د انجري له امله به د بيګ باش پاتې لوبو او ټي ١٠ کې برخه وانخلم

د افغانستان کم عمره لوبغاړى نور احمد لکڼوال چې د اسټراليا په بيګ باش تجارتي ليګ کې د ميلبورن رينيګاډز لپاره لوبېده، د زخمي کېدو وروسته د بيګ باش پاتې لوبو کې برخه نه اخلي او همدا راز په ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې به هم ګډون ونکړي.

نوموړي په انسټاګرام کې د خپلې لوبډلې سره يو ګډ عکس خپور کړى دى او ليکلي يې دي، چې موږ يو ټيم نه، بلکې يوه کورنۍ يو. هغه وايي، چې ډېر خوشحاله يم چې د بيګ باش لسم پړاو کې د ميلبورن رينيګاډز لپاره ولوبېدم.

نوموړى زياتوي، خو زه د پښتيو د خوږ له امله نه شم کولاى چې په پاتې ٣ لوبو کې برخه واخلم او همدا راز د ټي ١٠ ليګ کې به هم ونه لوبېږم.

نوموړي همدا راز ويلي دي، چې انشاء الله ژر به ښه او بېرته راستون شي. همدا راز د مينه والو له ملاتړ نه يې هم مننه کړې ده.


په انسټاګرام کې د نور احمد دغه پوسټ ته د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې هم کمنټ کړى دى او ورته يې ليکلي دي، چې موږ له تا مننه کوو چې په دې پړاو کې دې برخه واخيسته، موږ به خوشحاله يو چې تا په خپله لوبډله کې ولرو او د بيا ليدو په هيله دې.

د يادولو وړ ده چې دا لومړى ځل و چې کم عمره نور احمد لکڼوال په داسې يو ستر تجارتي ليګ کې ولوبېده، هغه له بيګ باش وروسته د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې هم اخيستل شوى او د پاکستان سوپر ليګ کې هم د کراچۍ کنګز لوبډلې اخيستى دى او داسې ويل کېږي چې نوموړى به د پاکستان سوپر ليګ تر پيلېدو مخکې ښه او هلته به ولوبېږي.

دا هم ولولئ

رمیز راجا: موږ غواړو چې د هند له کرکټ بورډ سره اړیکې ولرو

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رییس رمیز راجا ویلي دي، موږ غواړو …