کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د یو نه، دوو نه، دریو نه، بلکې د شپږو مرکزي ستورو لرونکي لمریز نظام

د یو نه، دوو نه، دریو نه، بلکې د شپږو مرکزي ستورو لرونکي لمریز نظام

د ستورپوهانو یوې نړېوالې ډلې له ځمکې څخه تقریباً ۲۰۰۰ نوري کاله لېرې یو داسې لمریز نظام موندلی چې شپږ مرکزي ستوري لري. ویل کېږي چې دغه عجیبه او حیرانوونکې لمریز نظام ته یې د کیسټر نوم ورکړی او د TESS سیارچې لخوا څه موده وړاندې موندل شوې و، خو په یو وخت د شپږو مرکزي ستورو یوځای والی یې د همدې کال د جنورۍ په ۱۲ نیټه راڅرګند شو او د ستورپوهانو لخوا Archive.org کې خپور شو، خو اوسمهال یې The Astronomical Journal لخوا د خپرولو منظوري ورکړل شوې، چې له دې وروسته به دا خبر نور هم مشهور شي.

یاده دې وي چې ساینسپوهانو په دې ستورو کې د یوه هم نیغ په نیغ مشاهده نه ده کړې، بلکې ځمکې ته یې د روښانې په نظر کې نېولو سره اندازه لګولې، چې دغه ډول د روښانې کمی او زیاتی هغه وخت ممکن دی، چې په دې نظام کې دې شپږ مرکزي ستوري وجود ولري.

دغه راز د ذکر شوي نظام یو بله ځانګړتیا ساینسپوهان دا ښایي، چې کیسټر په اصل کې له درط جوړه ستورو لرونکي نظام دی. یعنې په دې نظام کې دوه دوه ستوري یو له بل څخه تاوېږي.

که څه هم په دغه جالب او حیرانوونکې لمریز نظام د کوم سیارې د شتون امکان نشته، خو د ساینسپوهانو د حیرانۍ لپاره همدا خبره کافي ګڼل کېږي، چې د مرکزي ستورو یو داسې نظام هم شتون لرلی شي.

دا چې دغه نظام څنګه رامنځته شوی په دې اړه څېړنې روانې دي، خو دا ضرور ویلی شو چې د معلوماتو په لاسته راوړلو سره به زموږ هغه نظریات تغیر وکړي، چې د ستورو یاهم د لمریز نظامونو په اړه یې لرو.

Loading...

دا هم ولولئ

د نړۍ د ترټولو ګړندۍ الوتکې تصویرونه خپاره شول

تر اوسه پورې به مو د الوتکو بېلابېل ډولونه لېدلي وي، چې ځینې یې غټې، …