کورپاڼه / روغتيا / د ماهي د غوښې استعمال ماشومان له کومې ناروغۍ څخه ژغوري

د ماهي د غوښې استعمال ماشومان له کومې ناروغۍ څخه ژغوري

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي، هغه کسان چې په ماشومتوب کې یې په اوونۍ کې یو ځل پخپلو خوراکي توکو کې د ماهیانو غوښه خوړلي وي، نو د عمر په ډېرېدو یې د ساه بندۍ د ناروغۍ امکانات نیمایې راکمېږي.

د لندن د کوین میري پوهنتون ساینسپوهانو د څلور نیم زرو ماشومانو په ډیټا څېړنې ترسره کړي. ویل کېږي چې دغه ماشومان په ۱۹۹۰ یاهم په همدې لسیزه کې زېږېدلي و او ساینسپوهانو یې له پیدایښت وروسته څېړنې هم ترسره کړې وې.

د څېړنو له پایلو څرګنده شوه، هغه ماشومان چې د اومیګا تري څخه ډک ماهیان یې استعمال کړي ول، د ساه بندۍ د ناروغۍ امکانات یې هم ډېر کم ول. یاده دې وي چې په انګلیستاني ټولنه کې د ماهیانو غوښه ډېره کمه استعمالېږي، یعنې یوازې ۲۵ سلنه کورنۍ یې په اوونۍ لږ تر لږه دوه ځلې د ماهي له غوښې ګټه اخلي.

په څېړنه کې ویل شوی چې په هرو یوولس کسانو کې یو ځوان یعنې یوولس لکه ماشومان د ساه بندۍ د ناروغۍ درملنه په ماشومتوب کې کوي. په دې اړه استاد سیف شاهین وایي چې د ساه بندۍ ناروغي د ماشومتوب له عامو ناروغیو څخه ده، چې د مخنیوي په اړه یې معلومات نه لري. خو امکان لري چې نامناسب خواړه یې خطر ډېر کړي، دوی چې په دې لنډه څېړنه کې څه ترسره کړي باید پرځای یې اوږدې څېړنې شوې وې او دا باید هم معلومه کړې وه، چې کوم ماشوم د ساه بندي ستونزې لري او کوم یې نه لري.

نوموړی وایې چې د ماهیانو خوراک ځکه ګټور وي، چې په جوړښت کې اومیګا تري فیټي اسید شتون لري، چې بیا د ساه بندۍ لپاره ګټور وي.

یاده دې چې د ماهي غوښه د سپینې غوښې له جملې څخه ګڼل کېږي، چې د ساه بندۍ سربېره د ډېرو ناروغیو لپاره هم ګټوره وي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مرخېړیو نورې حیرانوونکې روغتیایي ګټې هم وموندل شوې

که څه هم مرخېړي د اړینو غذایي توکو درلودونکې دي، خو ډېر خلک ورته پام …