کورپاڼه / بېلا بېل / ایشوریا رای د پوستکي د تازه والي لپاره له کومو لارو چارو څخه ګټه اخلي

ایشوریا رای د پوستکي د تازه والي لپاره له کومو لارو چارو څخه ګټه اخلي

کله چې د ښکلا خبره کېږي، نو سمدستي زموږ ذهن تع د هندي فلمونو د هنرمندې ایشوریا رای نوم راځي، ځکه چې نوموړې د ډېرو میرمنو او انجونو لپاره د حیرانۍ سبب ګرځېدلې او د ۴۷ کلونو له عمر سره بیاهم داسې تروتازه پوستکی لري، چې له ځوانو انجونو څخه کمه نه ښکاري. د سیدتي اخبار د لیکنې له مخې، چې د ایشوریا رای د ښکلا په اړه يې کړه او هغه لارې چارې یې ذکر کړي چې نوموړې ورځنې ګټه اخلي، دلته ځینې ذکر کوو.

طبیعي تېل:

ایشوریا رای د پوستکي او ویښتانو لپاره د ګټور طبیعي تېلو په اړه پوهېږي او په همدې سبب یې پر پوستکي او ویښتانو د طبیعي تېلو اغېزې څرګندې دي. یعنې نوموړې د پوستکي او ویښتانو د نمجن کېدو لپاره له طبیعي تېلو څخه ګټه اخلي او په منظم ډول ورځنې استفاده کوي.

ښه خواړه او ډېر اوبه:

ایشوریا رای میرمنو ته د ښو خوړو ترڅنګ د ډېرو اوبو د استعمال لارښوونه هم کوي، ځکه چې د خوراکي توکو استعمال زموږ پر پوستکي او ویښتانو نیغ په نیغه اغېزې پرېباسي، نو په ورځني ډول ډېرې اوبه وڅښئ، طبیعي جوس استعمال کړئ، له سبو، مېوو او مناسبو خوراکي توکو څخه کار واخلئ او له هغه توکو څخه لېرې اوسئ چې زموږ پر پوستکي بدې اغېزې پرېباسي لکه بوره، مالګه، سره کړې غوسه، یخ څښاک، قهوه او مساله لرونکي خواړه.

له طبیعي موادو څخه تیار شوی ماسک:

ایشوریا رای د خپل پوستکي د ټولو ستونزو د حل لپاره پخلنځي ته ځي او له توکو یې ګټه اخلي، د مثال په توګه د بادامو جوس، کریم او کورکمن سره ګډوي او پخپل پوستکي یې لګوي. دغه راز د شېدو او د بادامو د تېلو سربېره د کېلې او شاتو له ماسک څخه هم ګټه اخلي.

د میک آپ په اړه د ایشوریا مشورې:

نوموړې وايي ددې لپاره چې زړه راښکوونکې ښکاره شو، باید له بولډ لپ سټک او ایلینر څخه کار واخلو، ځکه چې د ښکلا لپاره همدا بسنه کوي. دغه راز د سترګو لپاره له رنجو یا کاجلو څخه هم ګټه اخیستلی شو، خو یوه خبره باید په یاد ولرو چې د میک آپ سټایل مو باید په یو ډول نه وي چې همدا طریقه مو په ښکلا کې رغنده رول لوبولی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه ځیرکې غڼې چې په وچه، اوبو او هوا کې مختلف جالونه جوړوي

د نړۍ د غڼو ډېر ډولونه یې یو ډول جالونه جوړوي، خو اوسمهال په یوه …