کورپاڼه / تجارتي ليګونه / پونى ډيويلز د ٧ ويکټو په توپير دکن ګليډيټرز ته ماتې ورکړه
درويش رسولي

پونى ډيويلز د ٧ ويکټو په توپير دکن ګليډيټرز ته ماتې ورکړه

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ په دويمه لوبه کې د پونى ډيويلز لوبډلې د ٧ ويکټو په توپير د دکن ګليډيټرز لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

دا لوبه چې په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پونى ډيويلز يې پچه وګټله او لومړى يې دکن ګليډيټرز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

دکن ګليډيټرز په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې اعظم خان ٣٧ ناسوځېدلې، کېمرون ډيلپورټ ٢٥، پرشانت ګپتا ١٧ او محمد شهزاد ٨ منډې وکړې.

د پونى ډيويلز له لوري ناصر حسېن ٣ او منيس انصاري ٢ لوبغاړي وسوځول.

د ١٠٥ منډو هدف د پونى ډيويلز لوبډلې په ٩.٢ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، چې د ٧ ويکټو په توپير يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د دوى له لوري کينار ليويس ٥٧ ناسوځېدلې، چاډويک والټن ١٨، ټام کوهلر ١٢، اصف خان ٧ ناسوځېدلې او درويش رسولي ٦ منډې وکړې.

د دکن ګليډيټرز له لوري سنيل ناراين، روي رامپال او ظهور خان ١-١ ويکټ واخيستې.

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ دريمه لوبه د بنګله ټايګرز او ډيلي بولز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

عبدالمالک

افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته ١٧ منډې هدف وټاکه

افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې په دويمه پاڼۍ کې ١٣٥ منډې …