کورپاڼه / هنر او کلتور / پاميلا اينډرسن شپږم واده له خپل ګارد سره وکړ
پاميلا اينډرسن

پاميلا اينډرسن شپږم واده له خپل ګارد سره وکړ

د هالي ووډ فلمونو مشهورې هنرمندې او موډلې شپږم واده هم وکړ او دا ځل په خپل ګارد مينه شوه، چې له هغه سره يې واده وکړ.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، پاميلا اينډرسن د تېرې مياشتې په پاى کې د خپل ګارد سره شپږم واده وکړ.

د يوې برېتانوي رسنۍ سره په خپلو خبرو کې پاميلا اينډرسن خپل شپږم واده تاييد کړ او وې ويل، چې د خپل نيکه په کور کې يې واده وکړ، چېرته چې د هغې د مور و پلار واده هم شوى و او اوس هم دواړه هلته مېشت دي.

پاميلا اينډرسن

٥٣ کلنې هنرمندې ويلي دي، چې داسې فکر کوي، اوس يې سفر بشپړ شوى دى.

د يادولو وړ ده چې د ٥٣ کلنې پاميلا اينډرسن دا شپږم واده دى، تر دې مخکې نوموړې د ٢٠٢٠ کال په جنورۍ مياشت کې د مشهورو فلمونو (بېټ مېن) لړۍ جوړونکي جان پيټر سره پنځم واده کړى و، چې ١٢ ورځې وروسته يې ترې طلاق اخيستى و.

پاميلا اينډرسن له جان پيټر نه مخکې له ټام لي، کډراک او ريک سيلمون سره هم واده کړى و. له ريک سيلمون سره پاميلا اينډرسن د دوه ځل لپاره واده کړى و، خو دواړه ځل يې واده ناکامه شو.

Loading...

دا هم ولولئ

د امیتاب بچن د سترګو عملیات ترسره شول

د بالیووډ د نامتو اداکار یا هنرمند امیتاب بچن د سترګو عملیات ترسره شول او …