کورپاڼه / ليکنې / د میلیاردرو اشخاصو درې عادتونه

د میلیاردرو اشخاصو درې عادتونه

ټول ژوند زده کړه کوي:

زیاتره میلیاردر اشخاص ځان جوړوونکي وي، دوی د نړۍ او هیواد له حالاتو او مالي خبرونو سره مینه لري او تل اوري. وارن بوفی وایي، زه د ورځې ۸۰ سلنه وخت په لیکلو، لوستلو په نوو شیانو مصرفوم، ځکه چې علم د دولت لپاره د ضرب حیثیت لري(ددې جملې مطلب دا دی چې علم دولت ته ضرب ورکوي او څو برابره کوی یې). کورلی وایي، د نړۍ له شتمن خلکو څخه شل سلنه خلک خپل وخت په زده کړو او په پرمختګ کولو مصرفوي او ډېر یې بیا د پرمختګ لپاره لوست نه مني، خو د خپلو زده کړو سطحه دوامداره ساتي.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې ۶۱ سلنه ځان جوړوونکي میلیاردر اشخاص په ورځني ډول میټنګونه یا ملاقاتونه هم ترسره کوي او په دې دوران کې ډېره هڅه کوي ترڅو خپل ځانته غوره پرمختګ ورکړي. کله چې خپلې موخې وټاکئ نور هیلې مو په زړه کې زرغونېږي چې بیا یوه جذبه پیدا کوي او د لاسته راوړلو موقع په لاس درکوي، نو ځکه خو شتمن ډېری وخت له هغه چا سره ملاقات کوي چې پخپل برخه کې پرمختللي وي.

ورزش کوي:

رچرډ برینسن وي که بل هر څوک ټول په یوه خوله وایې چې دوی ورزش ته وخت ورکوي. برینسن وایي، زه په ورزش سره پخپل ځان کې د نوې انرژۍ د ترلاسه کولو حس کوم، ورزش مې څو ساعتونه وخت ژغوري او زه دا حس کوم چې ورزش ماته څلور ساعتونه اضافه وخت راکوي، ورزش مې طبیعت ښه کوي او د ډېرو ناروغیو په وړاندې د ډال حیثیت غوره کوي.

ځینې میلیاردر اشخاص ځینې نور ورزشونه لکه منډه وهل، ټوپ وهل یاهم بایسکل چلول خوښوي، چې بیا یې په دې ډول نه یوازې بدني روغتیا ښه والی مومي بلکې دماغي روغتیا یې هم ښه کېږي.

ځانته بېله لار غوره کوي:

میلیاردر اشخاص هیڅکله د نورو په قدم نه ځي، د دوی دماغ هر وخت دوی ته نوي فکرونه ورکوي. د مثال په توګه بیل ګیټس هغه وخت کمپیوټر راوړ، چې خلکو به ورته د جادو ډبلی وایه.

Loading...

دا هم ولولئ

د یو ښه سهار د پیلولو لپاره (۱۰) لارې چارې

که چېرته د سهار پیل ښه وي نو ټوله ورځ به مو غوره تېره شي، …