هره مور د خپلو ماشومانو د ودې په اړه فکر کوي او د ماشوم د ژوند اول کال د دوی د روغتیا او ودې لپاره اړینه وي، نو ځکه خو روغتیایي کارپوهان لارښوونه کوي، چې ماشوم ته دې د بازاري شېدو پرځای د میندو شېدې ورکړل شي او د میندو روغتیایي حالت هم ډېر اړین وي. د ماشومانو روغتیایي او غذایي کارپوهان وایي، چې د مور د شېدو بدیل په نړۍ کې نشته، ځکه چې د مور شېدې د غذایي موادو او انرژۍ څخه ډکې وي، چې نه یوازې د ماشوم په وده کې مهم رول لري، بلکې له ډېرو ناروغیو څخه ساتنه هم کوي. دوی وایي چې د ماشوم له پیدایښت سره سم باید په یو ساعت کې دننه شېدې ورکړل شي. نو راځئ چې هغه خوراکي توکي وپېژنو چې د شېدو ورکوونکو میندو لپاره ګټور وي.
زیرہ یا زڼکۍ:
زیره یا زڼکۍ د شېدو ورکوونکو میندو لپاره ګټوره وي. ویل کېږي چې په دې سره یې د ماشوم خېټه نه پړسېږي او شېدې یې په آسانۍ هضمېږي.
فیرني:
د ماشوم له پیدایښت وروسته د میندو لپاره فیرني یوه غوره غذا ګڼل کېږي، ځکه چې فیرني فایبر لري او فایبر قبض لېرې کوي.
شنه سابه:
شېدې ورکوونکې میندې د وینې له کمښت سره مخ وي، چې بیا ورته د شنو پاڼو لرونکي خواړه ګټور تمامېږي.
بادیان:
د بادیانو په استعمال سره نه یوازې دا چې ډېرې شېدې جوړېږي، بلکې د ماشوم هضم هم ښه کوي.
دارچیني:
د دارچیني په استعمال سره د شېدو خوند ښه کېږي، چې بیا د ماشوم خوراک ډېروي.
هوږه:
هغه میندې چې په خوراکي توکو کې هوږه کاروي، تر ډېره پورې خپل ماشوم ته شېدې ورکولی شي.
ګازرې:
په ګازرو کې د ویټامین ای شتون د میندو د شېدو ځانګړتیاوې ډېروي.
خشخاش یا د کوکنارو تخم:
د ماشوم له پیدایښت وروسته ډېری میندې له نا آرامۍ، وېرې او ذهني فشار سره مخ کېږي، چې خشخاش ورته ګټور وي.
د غوا شېدې:
ویل کېږي چې د میندو لپاره د غوا شېدې د نورو شېدو په پرتله ګټورې وي.
شېدو ورکوونکو میرمنو ته څو ګټورې لارښوونې:
-
د ماشوم له پیدایښته واخله تر شېدو ورکولو پورې باید میندې غذایي رژیم ونه ټاکي.
-
شېدې ورکوونکې میندې دې کالورۍ ته پام نه کوي، خو لږ غوندې ورزش ورته اړین دی.
-
شېدې ورکوونکې مېندې باید تر ډېره وږي پاتې نه شي.
-
شېدې ورکوونکې میندې هغه سابه او مېوې چې پوستکی نه لري، باید ښې پاکې ووینځي.
-
شېدې ورکوونکې میندې باید له ډېرو کافینو څخه ډډه ورکړي.
-
که چېرته ماشوم له حساسیت یا میکروب سره مخ شي، نو میندې دې د تېزو مرچکو والا مسالې، یخې اوبه، یخې ورېژي او چاکلیټ نه خوري.
-
خام آم، دال، آلو او خامې کېلې د ماشوم په خېټه کې ګیس پیدا کوي، نو میندې باید ورځنې ډډه وکړي.